ښځې

لاریون کوونکې افغانی ښځې وایي، د طالبانو د بندیزونو په وړاندې غلې نه پاته کېږي

یو شمېر معترضې ښځې وايي، له سړک تر زندانه؛ د طالبانو د واکمنۍ په دوو کلونو او اوو مياشتو کې د افغانستان ښځو او نجونو د بندیزونو پر وړاندې د دريدو او اتلولۍ کيسې جوړې کړې دي.

که څه هم ښځې او نجونې د طالبانو د بندیزونو قربانیانې بلل کېږي، خو په تېرو دوو کلونو او پنځو میاشتو کې د هیواد کوڅې او سړکونه د افغان مېرمنو د ډوډۍ، کار او آزادۍ د اعتراضي خوځښتونو له شعارونو سره آشنا شوي دي.

په دې موده کې داسې ښځې هم وې چې، د خپلو شخصي کاروبارونو له لارې یې نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې او د اتلو ښځو سمبول ګرځېدلي دي.

د طالبانو د بندیزونو څرخ لا هم تاوویږي، د هرې ورځې په تېرېدو سره په هیواد کې د ښځو او نجونو آزادي تر پرون ورځې ډېره ترې اخیستل شوې. د کار، زده کړو او حتی د آزاد تګ راتګ حق هم د همدې څرخ تر بار لاندې قرباني شوی دی.

سره له دې چې ښځې او نجونې د طالبانو د نننیو او پرونیو بندیزونو قرباني دي، له بلې خوا د هیواد کوڅې او سړکونه د هغو سلګونو ښځو او نجونو د لاریونونو شاهدان دي چې د ښځو او نجونو لپاره د ډوډۍ، کار او آزادۍ شعارونه د ګواښونو، زندان او شکنجې په بیه ورکوي.

د افغان ښځو لومړنۍ درېدنه او لاريون د طالبانو له واک ته رسېدو دوه اوونۍ وروسته په پلازمېنه کې په لاره واچول شو. لاريونونه په داسې حال کې په افغانستان کې ټول ګډونه شول، چې طالبانو واک ته له راستنېدو يوه مياشت او درې ورځې وروسته د ښځو چارو وزارت ړنګ کړ.

هغه کړنه چې د پخوا په پرتله یې د ښځو او نجونو لپاره د مبارزې کرښه ډېره ژوره کړه.

ترنم سعیدي د ښځو د حقونو فعاله وايي: « له هماغو لومړیو ورځو یې د زده کړې درناوی وکړ او مبارزې ته پورته شوې او تر نن ورځې چې دوه کاله او اوه میاشتې تېرې شوې، ښځې لا هم د طالبانو او د هغوی د ناوړه فرمانونو پر وړاندې په زړورتیا ولاړې دي او له مبارزې یې لاس نه دی اخیستی.»

د لاريونونو لړۍ تر مزارشريف ښاره ورسېده. د ورکړل شويو شمېرو پر بنسټ، طالبانو د لاريون د خورولو لپاره له مزارشريف ښاره ٣٥ لاريون کوونکي ښځې ونيولې. خو د لاريونونو لړۍ مخ په زياتېدو وه.

له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو د نجونو زده کوونکو منع کول ظاهراً د مبارزې کرښې پیاوړې کړې، ښځو او نجونو له هرات، بامیان، کاپیسا، غور، بغلان، بدخشان تر پروان او کندز، تخار، پکتیا او نیمروز پورې د ډوډۍ، کار او آزادۍ شعارونه ورکول. په ۲۰۲۳ کال کې، د پلازمینې سړکونه یو ځل بیا د ښځو او نجونو د لاریونونو شاهدان وو چې طالبانو یې د سینګارتونونو پر فعالیت بندیز ولګاوه.

د طالبانو د بنديزونو پر وړاندې د ښځو او نجونو لاريونونه

  • لاريونونه له پلازمېنې پيل شول، چې «ډوډۍ، کار، آزادي» د لاريونونو شعار وو. د لاریونونو لړۍ تر هرات، بامیان، کاپیسا، غور، بغلان، بدخشان، پروان، کندز، تخار، پکتیا او نیمروز پورې پراخه شوه.

مونسه مبارز د ښځو د حقونو فعاله وایي «خو دې فرمانونو او بندیزونو د مبارزینو پر مورال هیڅ اغیز ونه کړ او نه یې کوي، له پیل تر ننه د افغان ښځو د مبارزې او عدالت غوښتنې بهیر په افغانستان دننه او له افغانستانه بهر په عادي او هر اړخیز ډول روان دی. موږ د عدالت او برابرۍ د رامنځته کولو او د خلکو په لاس یې د برخلیک او آزادۍ ترلاسه کولو تر وخته جګړه کوو او مبارزه کوو.»

لاریونونه له پولو هاخوا غځېدلي، لکه څنګه چې هدا خموش په ناروې کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر تر پوښتنې لاندې راووړ او د هغه پر ضد یې اعتراض وکړ.
تمنا زریاب پریاني هم په افغانستان کې د «جنسیتي توپیر» په رسمیت پیژندلو لپاره په جرمني کې د ۱۲ ورځو لپاره د نه خوړو اعتصاب وکړ.

افغانستانه بهر د معترضو ښځو د اعتراضونو ځینې برخې دا دي؛
(د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر پر ضد د هدا خموش اعتراض- په ناروې کې، په افغانستان کې د «جنسیتي توپیر» د رسمیت پېژندلو لپاره د تمنا زریاب پریاني د نه خوړلو اعتصاب -په جرمني کې) ځينې نور ورته لاريونونه ترسره شوي دي.

تمنا زریاب پریاني د ښځو د حقونو فعاله وايي: «په افغانستان کې دننه ظلم او جنایت پای ته نه دی رسېدلی او صحیح ده چې موږ د طالبانو د ټوپک له سیوري لېرې یو، خو د دې لېرې کېدو مانا دا نه ده چې موږ یوازې یوې بلې جغرافیې ته راغلي یو او غواړو ژوندي پاتې شو. موږ دې لپاره جغرافیه بدله کړه، چې وکولی شو دا غږ نور هم منعکس کړو، دا غږ لوړ کړو او احتجاج وکړو.»

د آمو د موندنو پر بنس؛ د دوی زیات شمېر د طالبانو لخوا ګواښل شوې، نیول شوي او وهل شوې دي. لکه څنګه چې ملګرو ملتونو هم راپور ورکړی چې د ۲۰۲۲ کال تر مارچ پورې لږ تر لږه ۱۰۵ معترضې ښځې د طالبانو لخوا نیول شوي دي.

په دې لړ کې؛ تمنا زریاب پریاني، زرمینه پریاني، پروانه ابراهیم خېل، ژولیا پارسي، ندا پرواني، ظریفه یعقوبي، پریسا آزاده، فرحت پوپلزۍ، زهرا حق پرست، ملالۍ هاشمي، رقیه ساعي، فاطمه محمدي، نرګس سادات، مرسل عیار، منیژه صدیقي او وحیده امیري هغه معترضې ښځې دي چې د طالبانو له خوا نیول شوي او نومونه یې رسنیز شوي دي.

د دوی له منځه یوازې منیژه صدیقي لا هم د طالبانو په زندان کې ده. د سرچينو په وینا، نورې په ضمانت خوشې شوي دي.
خو دا د نیول شویو معترضو ښځو کم شمېر دی.
تر دې مخکې سرچينو ويلي وو، چې ښايي لسګونه نورې معترضې ښځې هم د طالبانو له خوا نيول شوي او يا هم بنديانې وي، خو د هغوى هويت رسنيو ته نه دى په ډاګه شوى.

د ملګرو ملتونو شمېرې؛ د ۲۰۲۲ کال تر مارچ پورې، لږ تر لږه ۱۰۵ معترضې ښځې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

د خپلو بنسټیزو حقونو د ترلاسه کولو لپاره، د یو بل ترڅنګ د ښځو او نجونو ودرېدل په بېلابېلو بڼو ترسره کیږي، لکه څنګه چې ماه سپهر په جوزجان کې د څه باندې ۸۰ ښځو او نجونو لپاره د درې جلا کارخونو په جوړولو سره د کار زمینه برابره کړې ده، څو د کورنیو اقتصادي کمی نه دی پرې کابو شوی.

ماه سپهر – په جوزجان کې د ښځینه کارخونو مشره وايي:
«متحدې کارخونې چې درې مرکزونه لري، د لاسي صنایعو او مرۍ ګنډلو یو مرکز دی، اوبدلو، چرمی ګنډلو مرکز دی او زموږ یو بل مرکز بشپړ د نارینه او ښځینه خیاطۍ لپاره دی، او زموږ یو مرکز د لاسي صنایعو دی، چې تقریباً اتیا نجونې دلته کار کوي.»

که څه هم اوس په هېواد دننه د ښځو لاريونونه سرپټو ځايونو ته لېږدول شوي، خو يو شمېر معترضې ښځې وايي، چې د ښځو لپاره د ډوډۍ، کار او آزادۍ تر ترلاسه کولو پورې به مبارزه وکړي.

خو طالبانو په دوامداره توګه ویلي چې، په هیواد کې د ښځو او نجونو حقونه خوندي دي.
په همدې حال کې د بشري حقونو یو شمېر فعالانې وايي، هغه څه چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې دوام لري، د جنسیتي توپیر یوه بېلګه ده.