افغانستان

طالبانو په غزني کې دوه تنه په عام محضر کې په درو ووهل

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په غزني کې يې دوه کسان د غلا په تور په عام محضر کې په درو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه دوه کسان هر یو په ۳۹ دورو او یو، یو کال بند محکوم شوي دي.

د تورنو کسانو د مجازاتو لړۍ په داسې حال کې دوام لري، چې طالبانو په کندهار او کابل کې هم څو ورځې وړاندې دوه تنه نور په عام محضر کې په درو وهلي وو.