افغانستان

په لومړي ځل کابل ته د طالبانو د راتلو په ۲۷مه کلیزه کې د طالبانو د دوه ځله واکمنۍ کړنو ته یوه کتنه

د ۱۹۹۶ د سپتمبر ۲۷مه؛ ۲۷ کاله مخکې په همدې ورځ د ملامحمد عمر په مشرۍ طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل.

په لومړي اقدام کې یې، د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب الله د کابل په آریانا څلور لارې کې په دار وځړاوه.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په پیل کې ښځې په کور کېنولې؛ له زده کړو او کاره یې بې برخې کړي، له محرم پرته سفر کولو یې منع، د چادري پر سر کول یې جبري او په ټولنه کې یې د ښځو حضور سخت محدود کړ.

د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې له ښځو سره د دوی چلند:

–  ښوونځیو ته د نجونو د تلو مخینوی
 – پوهنتونونو ته د نجونو د تلو مخینوی
–  د ښځو لپاره د کار کولو بشپړ مخنیوی
–  د اسلامي حجاب په نوم د چادري جبري پر سر کول
–  له محرم پرته د ښځو د سفر مخینوی
–  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو د ونډې منع کول
–  پر ښځو د سنګسار او دُرو وهلو جارې کېدل

۲۷ کاله وروسته، د طالبانو بیاځلې واکمني او همداراز هماغه شان چارچلند، ښځې له مخنیوي او محرومیت سره مخ شوې.

د طالبانو په بیاځلې واکمنۍ کې له ښځو سره د طالبانو چلند:

 ـ ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته نجونو د تګ مخنیوی
–  پوهنتونونو ته د نجونو د تلو مخینوی
–  د ښځو لپاره د کار مخنیوی
–  له محرم پرته د ښځو د سفر مخینوی
–  په ځینو ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو د ونډې منع کول
–  پر ښځو د سنګسار او دُرو وهلو حکم د عملي کولو په اړه راپورونه
–  د طالبانو پر سیاستونو د اعتراض کوونکو ښځو نیول او شکنجه

طالبان په نویمه لسیزه کې له بشري حقونو په پراخ سرغړونه تورن وو، له اعدام او سنګسار څخه نیولې تر په دُرو وهلو، د لاسونو تر پرې کولو، نیولو او شکنجې پورې.

د طالبانو پر لومړۍ دورې واکمنۍ له بشري حقونو د سرغړونې تورونه:
– علني عدام
– نیول
– شکنجه
– سنګسار
– په دُرو وهل
– د لاس پرې کول
– د ږیرې پرېښودلو جبري کېدل

نن هم یوناما او نړیواله ټولنه وايي، د طالبانو له خوا یې د وژنې، نیولو او شکنجې په ګډون له بشري حقونو د سرغړونې سلګونه بېلګې ثبت کړې دي.

پر طالبانو له بشري حقونو د سرغړونې تورونه:
–  اعدام
–  د مخالفینو نیول
–  د مخالفینو شکنجه
–  د سنګسار او دُرو وهلو موارد
–  د مخکیني دولت د یو شمېر پوځیانو وژل

سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان د طالبانو لومړۍ واکمني په رسمیت پېژندلې وه؛

خو اوس هېڅ یو هېواد حاضر نه دی چې دوی په رسمیت وپېژني، آن هغه هېوادونه چې ویل کېږي له طالبانو سره یې نږدې اړیکې لرلې، لکه قطر، چین، پاکستان او په ځینو مواردو کې چې له دوی سره یې تعامل درلود لکه امریکا، روسیه او ایران.

د پوهنتون استاد نصرالله استانکزی وايي: «د دوحې هوکړه چې تمه کېده طالبان په نوې کړنلارې سره واک ته ورسېږي، نړیوال اصول رعایت کړي، د ښځو او لږکیو حقونو ته درناوی وکړي او همداراز په سیاسي قدرت کې د افغانانو ګډون تمثیل شي چې داسې ونه شول له همدې امله په رسمیت نه دي پېژندل شوي.»

هغه څه چې له اسامه بن لادن او د القاعدې شبکې کوربتوب وبلل شو له امله یې په ۲۰۰۱ کال کې د افغانستان په اوږده جګړه کې امریکا ښکېله شوه.

د طالبانو په دوهم ځل واکمنۍ کې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري د کابل په وزیراکبر خان سیمه کې د طالبانو تر ږیرې لاندې ووژل شو. د ملګروملتونو امنیت شورا ویلي چې د داعش د خراسان څانګې د فعالیت ترڅنګ، طالبان لا هم د القاعدې او کابو شلو نورو افراطي او توندلارو ډلو کوربه دي.  

د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي: «طالبان باید د افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي او یا دا چې په زوال به محکوم شي، له دغو دوو لارو پرته بله لار نشته.»

د طالبانو په لومړۍ دوره واکمنۍ کې، افغانستان په بشري ناروین کې ډوب شو. اوس هم د ملګروملتونو د شمېرو له مخې، افغانستان ۲۹ میلیونه بشردوستانه مرستوو ته اړمن وګړي لري او خلک له لوږې، بې وزلۍ او وزګارۍ سره مخ دي.

د طالبانو په دوه ځله واکمنۍ کې، د دوی مشر لا هم غایب دی او یوازې د دوی مشر ته منسوب فرمانونه او غږ خپرېږي. په دواړو واکمنیو کې له طالبانو پرته سیاستوالو لپاره په واک کې د ګډون ځای نشته.

ډېری کسان په تېره بیا ښځې؛ د طالبانو دوه دوره واکمني د افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو تیاره پړاو بللی او تل دا پوښتنه مطرح کوي چې آیا د روښانه راتلونکي لپاره به د تاریخ دا پاڼه واوړي؟