سویلي آسیا

د اسلام آباد ستره محکمه د دوشنبې په ورځ د عمران خان د خوشي کولو لپاره د وثیقې مسله څېړې

ټاکل شوې د اسلام آباد ستره محکمه د دوشنبې په ورځ د پټ لیک د افشا کولو په تړاو د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان وثیقه چې په اوسني وخت کې په زندان کې دی وڅېړي.

د اسلام آباد د سترې محکمې رییس عمر فاروق به دغه دوسیه وارزوي او د پاکستان له فډرال څېړنو ادارې یې هم غوښتي چې محکمې ته ددې دوسیې جزییات وړاندې کړي.

عمران خان د دولتي سوغاتونو د پلور په دوسیه کې مجرم ګڼل شوی او د تېرې میاشتې په لومړیو کې په درې کاله بند محکوم شو.

د پاکستان سترې محکمې د اګست میاشتې په وروستیو کې د ښاغلي خان د زندان پرېکړه وځنډوله خو هغه تراوسه نه دی خوشی شوی.