د پاکستان یوې محکمې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د بند موده د ۱۴ ورځو لپاره وغځوله.
د ښاغلي خان وکیل انتظار حسین پنجوتا وویل، چې یوې ځانګړې محکمې د اټک په زندان کې دغه قضیه ترسره کړه، چېرته چې ښاغلی خان د اګست په پنځمه په غیر قانوني توګه د دولتي ډالیو د پلورلو د فساد په تور په درې کاله بند محکوم شو.
محکمې دا حکم د سه شنبې په ورځ وځنډولو او ویې ویل چې ښاغلی خان په ضمانت خوشې کیدی شي، خو د رسمي رازونو د افشا کولږ په قضیه کې په توقیف کې د پاتې کیدو له امله یې د وتلو مخه ونیول شوه.
د تېر کال په اپرېل میاشت کې د پارلمان له خوا لومړي وزارت له لاسه ورکولو وروسته د عمران خان خلاف ډېرې دوسیې جوړې شوې دي.
هغه دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پر خلاف یې تورونه سیاسي لاملونه لري.