سویلي آسیا

د افغانستان پولې ته نږدې د برید له امله شپږ پاکستاني پوځیان ووژل شول

پاکستان د سه شنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د افغانستان پولې ته نږدې یوه ناامنه سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې شپږ پوځیان او څلور د دغه هېواد مخالف جنګیالي ووژل شول.

د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر ویلي په دغه نښته کې دوه نور جنګیالي هم ټپیان شوي دي.

دغه دفتر په خبرپاڼه کې ویلي چې شپږ پاکستاني پوځیان د مخالفو وسله والو په متقابلو ډزو کې ووژل شول.

د پاکستاني طالبانو تحریک ددغو تلفاتو مسوولیت منلی او ټینګار یې کړی چې ډزې په دغه لیرې پرته ولسوالۍ کې پر پوځي کاروان د جنګیالیو له کمین وروسته پيل شوې.

پاکستاني چارواکي وایي چې د پاکستاني طالبانو تحریک یو شمېر قوماندانانو خپل مرکزونه افغانستان ته لېږدولي او له هغه وخت راهیسې چې دوه کاله مخکې طالبان واکمن شول، د پاکستاني طالبانو تحریک بریدونه زیات شوي دي.

د یکشنبې په ورځ په پاکستان کې پر هغه موټر چاودنه وشوه چې په شمالي وزیرستان کې د پولیسو یوه مرکز ته یې کارګران لېږدول.

د پاکستاني چارواکو په وینا په دې پېښه کې لږترلږه یوولس کارګران ووژل شول.

په افغانستان کې طالبانو تل په دغه هېواد کې د پاکستاني طالبانو د حضور په اړه د پاکستاني چارواکو تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد خلاف کار واخیستل شي.

روان زېږدیز کال د پاکستان لپاره تر له تاوتریخوالی ډک کال بلل شوی دی.

په روان کال کې د پاکستاني طالبانو تحریک په مشري جنګیالیو په بریدونو کې د ملکیانو او پاکستان د امنیتي ځواکونو په ګډون لږترلږه ۵۰۰ تنه وژل شوي دي.  

د پاکستاني پوځي چارواکو هم د خپلو کابو ۱۳۰ افسرانو او سرتېرو وژل کېدل تایید کړي دي.