نړۍ

د قران کریم د سوځولو په وړاندې غبرګونونه؛ په تهران کې د سویډن بیرغ وسوځول شو

د جمعې په ورځ په ایران کې د سویډن د سفارت مخې ته یو شمیر لاریون کوونکو د سویډن د چارواکو له خوا د قرآن کریم د سوځولو اجازې صادرولو پر وړاندې خپله غوسه څرګنده کړه او د دغه هیواد بیرغ ته يې اور ورته کړ.

قهرجن لاريون کوونکي د جمعې له لمانځه وروسته په تهران کې د سویډن سفارت مخې ته راغونډ شول او د سویډن پر ضد یې شعارونه ورکړل.

یو شمېر اسلام ضد فعالانو د پنجشنبې په ورځ د قرآن کریم د سوځولو اجازه ترلاسه کړه چې دغې امر د اسلامي هېوادونو غوسه راپارولې ده.

قهرجنو لاريون کوونکو د پنجشنبې په سهار په عراق کې د دغه هیواد پر سفارت برید وکړ او د ودانۍ یوې برخې ته یې اور ورته کړ.