نړۍ

د ایران واټونو ته د ګشت ارشاد ځواکونو ستنېدل

د ایران امنیتي ځواکونو د دغه هېواد واټونو ته د ګشت ارشاد په نوم پوځیانو د ستنېدو خبر ورکړی دی.

د ایران د ګشت ارشاد په نوم ځواکونو د فعالیت له ځنډولو کابو اته میاشتې تېرېږي. اوس د ایران حکومت امنیتي ځواکونه د بې حجابۍ د مخنیوي په موخه په واټونو کې د دغو ځواکونو د بیا فعالیت خبر ورکړی دی.

د ایران د انتظامي ځواکونو د قوماندانۍ ویاند سعید منتظرالمهدي خبرداری ورکړی هغه کسان چې جبري حجاب ته غاړه نه ږدي قانوني چلند ورسره کېږي او قضايي ادارو ته به معرفي شي.

له بلې خوا، د ایران واټونو ته د ګشت ارشاد په نوم ځواکونو راستنېدل ددغه هېواد د اوسېدونکو له غبرګون سره مخ شوي دي. د یکشنبې په ورځ د ایران یو پولیس په تهران کې له یوې مېرمنې سره شخړه وکړه.

په رشت ښار کې هم تېره شپه خلکو له پولیسو سره جنجال وکړ او د یو شمېر ښځو د نیولو مخه یې ونیوله.

د ایران د ګشت ارشاد په نوم ځواکونه هغه مهال د دغه هېواد د حکومت له خوا لغوه شول چې ایرانیانو د مهسا امیني له وژل کېدو وروسته په ټول هېواد کې لاریونونه وکړل.

د اعتراضونو له پیل راهیسې زیات شمېر ایرانۍ مېرمنې جبري حجاب ته غاړه نه ږدي او د ټیکري له په سر کولو ډډه کوي.

لوېدیځو هېوادونو تل ادعا کړې چې د ګشت ارشاد په نوم ځواکونه په ایران کې د ګواښ، وېرې او د ښځو په ځپلو او همداراز له بشري حقونو په سرغړونه کې رول لرلی دی.