نړۍ

په سویلي کوریا کې د سېلابونو تلفات ۳۳ تنو ته ورسېدل

په سویلي کوریا کې له سختو ورښتونو وروسته د سېلابونو او ځمکې د ښویېدو له  امله د تلفاتو شمېر ۳۳ تنو ته رسېدلی دی.

د سویلي کوریا چارواکو ویلي چې د شنبې په ورځ یو شمېر موټر د چئونګجو ښار په یوه تونل کې چې تر اوبو لاندې و، بند پاتې دي.

مرستندویه ډلې د یکشنبې سهار مهال وتوانېدې چې نهه مړي له تونل څخه راوباسي.

ویل کېږي چې کابو ۱۵ موټر په دغه ښاري تونل کې بند پاتې دي.

د رپوټونو له مخې، په تېرو څو ورځو کې سخت ورښتونه د سېلابونو د راتلو او ځمکې د ښویېدو لامل شوي چې تراوسه یې ۳۳ تنه مړه کړي دي.

ددغه هېواد چارواکو څه د پاسه اوه زره او ۵۴۰ تنه نور امنو سیمو ته لېږدولي دي.