ښځې

نجونې زده کوونکې لا هم په کانکور کې د ګډون په تمه دي

عکس از آرشیف.

که څه هم د ۱۴۰۲ کال کانکور آزموینه به همدې اونۍ ترپایه پيل شي؛ خو له دوولسمو ټولګیو فارغې نجونې بایومتریک او د آزموینې کارت ترلاسه کولو ته نه دي وربلل شوې.

محدث د کانکور ازموینې ته انتظار باسي او له دوو کلونو راهیسې يې د خپلې خوښې پوهنځي ته د بريالۍ کېدو لپاره چمتووالی نيولی.

هغه وايي، چې په دې ازموينه کې يې د خپلې خوښې پايلې د ترلاسه کولو لپاره شپه او ورځ زحمت ويستی او دې ازموينې ته يې ځان چمتو کړى دى.

له دوولسم ټولګي فارغه شوې زده کوونکې محدثه وايي: «زه یوه له هغو نجونو یم، چې له زده کړو پاتې شوې يم. اوس د کانکور ازموینه د را سېدو په تمه يم. هیله لرم چې موږ ته اجازه راکړي چې د کانکور په ازموینه کې برخه واخلو.»

له بلې خوا هم له ښوونځیو یو شمېر فارغې نجونې وايي، چې تر اوسه د بایومټریک لپاره نه دي غوښتل شوي، په داسې حال کې چې د روانې اونۍ تر پایه به د کانکور ازموینه واخیستل شي.

دغه نجونې د کانکور په ازموينه کې د ناڅرګند برخليک په اړه اندیښمنې دي او له طالبانو غواړي چې د زده کړو حق دې ترې نه اخلي.

له دوولسم ټولګي فارغه شوې فاطمه جعفري وايي: «د هلکانو د کانکور ازموينې نېټه ټاکل شوې، چې څه وخت يې ازموينه ده. خو ولې زموږ نه ده‌ معلومه. خو حالات ډېر سخت او مايوسوونکي دي، چې د دولس کالو خوارۍ مې داسې له منځه لاړ شي.»

له دوولسم ټولګي فارغه شوې حميده وايي: «ما هغې هڅې چې لرلې، احساس کوم له منځه تللي او د نارامۍ احساس کوم. نه یوازې زه، بلکې زما ټوله کورنۍ له دې حالته خپه ده.»

په پام کې ده چې د کانکور ازموینې لومړی پړاو د پنجشنبې په ورځ د بامیانو په ګډون په یوولسو ولایتونو کې په یو وخت ترسره شي.

یو شمېر هلکان چې دولسم ټولګي فارغ وايي چې د سه شنبې په ورځ د بایومټریک لپاره غوښتل شوي.

هغوی له طالبانو غواړي چې نجونې دې د کانکور په ازموينه کې له ګډون نه بې برخې کوي.

په پام کې ده چې د ۱۴۰۲ کانکور ازموینه د متفرقو په ګډون په پنځو پړاوونو کې واخیستل شي، د دې ازموینې لومړی پړاو کې په بامیان، بغلان، پکتیا، تخار، جوزجان، خوست، فاریاب، لوګر، دایکندي ولایتونو کې ترسره کيږي او د دغې ازموينې څلورم پړاو به په کابل کې ترسره شي.