ملګروملتونو اعلان کړی چې په روان کال کې اروپا ته د کډوالو د لېږد پرلاره کابو ۳۰۰ ماشومان د مدیترانې په سمندر کې مړه شوي دي.
رویټرز په دې اړه د ملګروملتونو له قوله اعلان کړی چې په روان کال کې کابو درې سوه ماشومان اروپا ته پر لاره په مدیترانې سمندر کې مړه شوي.
یونیسف وايي، ښايي د قربانیانو واقعي شمېر له دې ډېر زیات وي، ځکه په مدیترانه کې له ډېری ډوبو شویو کښتیو هېڅ نه دي پاتې او حادثې یې هم نه ثبتېږي.
د ملګروملتونو سازمان د ماشومانو بنسټ (یونیسف) وايي چې دا شمېر د ۲۰۲۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ثبت شویو شمېرو دوه برابره دی. دغه سازمان همداراز د اروپا په ملاتړ د ماشومانو لپاره د امنو، قانوني او د لاسرسي وړ لارو د پراختیا غوښتنه کړې ده.
له بلې خوا، ورنا کناوس د کډوالۍ او بېځایه کېدو په برخه کې د یونیسف نړیوال مشرتابه ته په اشارې سره وویل: «د هغو ماشومانو چې اروپا ته د رسېدو لپاره له مدیترانې سمندر څخه د تېرېدو پرمهال یې ژوند له لاسه ورکړی د روان کال په لومړۍ نیمايي کې یې شمېر دوه برابره شوی دی. اټکل کوو چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې ۱۱زره او ۶۰۰ ماشومان له دې لارې تېر شوی وي چې په ۲۰۲۲ کال کې د ورته وخت په پرتله دوه برابره دي.»
یونیسف وايي چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې کابو ۳۳۰۰ ماشومان – له ټولو ماشومانو ۷۱ سلنه چې د مدیترانې له لارې اروپا ته رسېږي – له کورنس پرته ثبت شوي دي. دا شمېر دې ته ورته وخت په پرتله درې برابره دی.
کناوس وايي: «دا ماشومان باید پوه شي چې یوازې نه دي، د نړۍ مشران باید په بیړه د ماشومانو د ژوندانه د نه انکارېدونکي ارزښت د ښودلو لپاره اقدام وکړي او له تسلیت څخه اخوا د اغېزمنو حل لارو په لټه کې شي.»
په تېره میلادي میاشت کې هم د ملګروملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) رپوټ ورکړ چې په ټوله نړۍ کې د تېرې میلادي میاشتې تر پایه یعنې تر شپږو میاشتو مخکې پورې د بېځایه شویو ماشومانو شمېر ۴۳،۳ میلیون تنو ته رسېدلی دی.
د یونیسف اجرايي مدیره کاترین راسل په دې اړه وایي: «څه د پاسه یوه لسیږه کېږي د هغو ماشومانو شمېر په چټکه توګه په زیاتېدو دی چې د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي او ددغه وضعیت د مدیریت لپاره زموږ توانمني او نړیوال ظرفیت همداراز له جدي فشار سره مخ دی. د بېځایه شویو ماشومانو د شمېر دا زیاتوالی په ټوله نړۍ کې د نښتو، ناورینونونو او موسمي آفتونو د پرلپسې زیاتوالي له امله دی.»
د یونیسف راپور چې هر کال خپرېږي اشاره کوي، ډېری بېځایه شویو ماشومانو د خپل ماشومتوب دوره ټوله په بې کورۍ کې تېره کړې او د هغو ماشومانو شمېر چې په جبري توګه له خپلو کورنیو بې ځایه شوي په تېره لسیزه کې دوه برابره شوی دی.
ددغه راپور پربنسټ، د اواکراین جګړې دوه میلیونه ماشومان په جبري توګه بېځایه کړي او یو میلیون نور ماشومان هم د ننه په هېواد کې بې کوره شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي، له ۴۳،۳ میلیونه ماشومانو څخه چې د ۲۰۲۲ کال تر پایه په جبري توګه بېځایه شوي، کابو ۶۰ سلنه (۲۵،۸ میلیونه) په خپلو هېوادونو کې د نښتو او تاوتریخوالي له امله بېځایه شوي دي.
همداراز د پناه غوښتونکو شمېر نوي ریکارډ په نړۍ کې ۱۷،۵ میلیون تنو ته رسېدلی چې په دوی کې په ۲۰۲۳ کال کې د نويو بېځایه شویو ماشومانو له هغې جملې د سوډان په نښتو کې بېځایه شوي شامل نه دي.
په دغه راپور کې راغلي چې تراوسه ۹۴۰ زره ماشومان په سوډان کې د نښتو له امله بېځایه شوي او همداراز اشاره شوې چې په ټوله نړۍ کې سختو موسمي پېښو میلیونونه ماشومان بېځایه کړي دي.