په هرات کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رییس ولي شاه بهره د طالبانو د ویاند په حضور کې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار د بندیدو پر ضد د اعتراضونو په دوام په هرات کې د نامتو ښځو کار ته په اشارې سره وايي، په هرات کې ښځې او نجونې له زده کړو د بې برخې کېدو له امله پر رواني ستونزو اخته شوي دي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رئیس ولي شاه بهره وايي: «زه د هرات په استازيتوب اعلان کوم ټولې هغه ښځې او نجونې چې له زده کړو منع شوي دي له رواني رنځ سره مخ دي، له ډاکټرانو پوښتنه وکړئ، موږ بايد د هرات پيغام تاسو ته ووايو.»
نسرين حميدي په تېر حکومت کې د پوهنې وزارت د څارنې پخوانۍ مشره وه، وايي، د ښځو او نجونو د تعلیمي ظرفیتونو د لوړولو دوه لسیزې هڅې د طالبانو د سختو بندیزونو له امله د له منځه تلو په حال کې دي.
د پوهنې وزارت د څارنې د څانګې پخوانۍ مشره نسرین حمیدي وايي: «د ښځو نالوستې پاتې کېدل په ټولنیزه، سیاسي، اقتصادي او مدني کچه د ښځو د وروسته پاتې کېدو لامل کيږي. او بل دا چې د ډېرو کلونو لپاره به په افغانستان کې ښځینه ډاکټرانې، قاضیانې او ښوونکې ونه لرو.»
له زده کړو د افغان ښځو او نجونو د بې برخې کېدو په اړه د اندېښنو په دوام د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په یوه تازه ټویټ کې لیکلي چې افغان ښځې او نجونې د افغانستان د راتلونکي لپاره خورا ستره پانګه ده او زده کړو ته د بشپړ لاس رسي حق لري.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي: «د ملالې_ورځې په مناسبت، د زده کړو حق لپاره د عدالت غوښتنې يادونه کوو. افغان ښځې او نجونې د افغانستان د راتلونکي لپاره خورا ستره پانګه ده، او د خپلو وړتياوو د ترلاسه کولو لپاره زده کړو ته د بشپړ لاسرسي مستحقې دي.»
د ښځو حقونو فعاله سمیرا خاموش وايي: «له دوو کلونو راهیسې، د دې شاهدان يوو چې ټول بندیزونه د ښځو پر وړاندې دي. ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل شوي دي. نړۍ یوازې په یوه ټوېټ د افغانستان له خلکو سره خواخوږي کوي. خو دا د افغانانو ځواب نه دی، نړۍ افغانان هېر کړي دي.»
یو شمېر زده کوونکي هم وايي چې د دې وضعیت دوام افغان نجونې تر رواني او روحي فشار لاندې راوستې دي.
محصله نرګس صافۍ وايي: «په دې وروستیو کې، لکه څنګه چې په ځینو ولایتونو کې شاهدان يوو، نجونو خپله انګیزه له لاسه ورکړې، روحیه یې له لاسه ورکړې او ځان وژنې ته یې لاس اچولی.»
لکه څنګه چې ملګرو ملتونو هم ویلي؛ په تیرو دوو کلونو کې د طالبانو حکمونو د ښځو د کار، زده کړو او د تګ راتګ ازادي سخته په نښه کړې ده.
له داخلي او خارجي اعتراضونو سره سره د طالبانو د دغو سختو حکمونو شمېر زیات شوی دی.