د اسیا د سویل ختیځ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کلنۍ ناسته د سهشنبې په ورځ د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې ترسره شوه.
دغه ناسته په داسې حال کې کېږي، چې په برما کې د ناورین د سیاسي هواري لپاره فشارونه او د چین په سویل کې سمندري شخړې زیاتې شوې دي.
په همدې حال کې ټاکل شوې روانه اونۍ د اسیا د ختیځ او سویل ختیځ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو انتوني بلینکن او سرګيي لاوروف ترمنځ ناسته وشي.