افغانستان

جان ساپکو: د امریکا په مشرۍ ایتلاف نه یوازې په افغانستان کې فساد ته رسېدنه نه ده کړې، بلکې پکې ښکېل و

فساد د افغانستان د مخکيني حکومت تر وروستۍ ساه يوه نه بېلېدونکې برخه ګڼل کېده. خو ولې په بې شمېره هڅو سره بيا هم د فساد د کمېدو پر ځای د زیاتوالي خبرې کيږي؟

دې پوښتنې ته د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي دلته د برېتانیا په شاهي متحدو خدماتو انسټیټیوټ کې ځواب وايي؛ هغه وايي، د تمویلوونکو هیوادونو لخوا د څارنې او قرارداد کولو کمزورو تګلارو سره یوځای د پيسو سېلاب، د فساد فرصتونه زیات کړل.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی څارونکی جان ساپکو وايي: «ښايي په افغانستان کې تر ټولو لویه ننګونه فساد و، چې نړیوال ماموریت یې پر تعصبي چلند، د سیمه ییزو شخړو پر پراخولو او د حکومت د ملاتړ د لیرې کولو له لارې کمزوری کړ.»

د سیګار څارونکی ټینګار کوي چې په یو وخت کې، د افغانستان له ناخالص کورني تولید څخه د متحده ايالاتو د بيارغونې مرستې د افغانستان اقتصاد د جذب له ظرفیت دوه چنده زیاتې وې. هغه د افغانستان په فساد کې د هېوادونو د ونډې خبره هم کوي.

ساپکو زیاتوي: «ایتلاف نه یوازې فساد ته رسېدنه ونه کړه، بلکې برخه مو په کې واخیسته. له افغانستان سره د نړیوالو ګړندۍ مرستې د دغه هېواد اداري ظرفیتونه او بنسټونو تر اغېز لاندې راوستل.»

د روان کال جنورۍ میاشت کې د شفافیت نړیوال سازمان په راپور کې هم راغلو وو چې فساد په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د نړیوالو هڅو د ناکامۍ یو له اصلي لاملونو څخه وو. د دغه راپور پر بنسټ، فساد د افغان حکومت مشروعیت او ظرفیت کمزوری کړ، افغان پوځ یې ککړ کړ او سرچینې یې د طالبانو خوا ته واړولې.

په تېرو دوو لسیزو کې د حامد کرزي او محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان حکومتونه تل د نړۍ یو له فاسدو حکومتونو څخه وو.