نړۍ

امریکا کې د یوې الوتکې د راغورځېدو له امله ۶ تنه مړه شول

د امریکا لاس انجلس ته نږدې د یوې کوچنۍ الوتکې د راغورځېدو له امله ۶ تنه مړه شول.

ځايي چارواکو ویلي، دا الوتکه له ۶ سپرو کسانو سره د شنبې په ورځ له ستونزې سره مخ شوه او هوايي ډګر ته نږدې یوه کرونده کې نسکوره شوه او وسوځېده.

د دغې الوتکې پیلوټ د هوا د خرابوالي له امله ونه‌توانېد په هوايي ډګر کې الوتکه کینوي.

د ملي هوايي چلند برخې د پلاوي غړي الیوت سیمپسون په خبري ناسته کې وویل چې دغه هوايي ډګر د الوتکې د کوزېدو لپاره لازم معیارونه نه لرل.

سبمپسون زیاته کړه: «الوتنه کابو ۴۵ دقیقې وه، له کوزېدو لږ مخکې، ګرد او دوړو سیمه وپوښله او د لید کچه یې کمه کړه، پيلوټ د هوايي چلند ادارې ته راپور ورکړ چې غواړي له لید برته الوتکه ښکته کړي ځکه معمولاً کله کله دا کار کېږي چې پيلوټ د ډګر سیمه نه شي لیدلای. وروسته د هوايي چلند ادارې پيلوټ ته اجازه ورکړه چې دا کار وکړي او الوتکې د بېرته کیناستو اجازه ترلاسه کړه.»

هغه زیاته کړه: «الوتکه کابو ۵۰۰ فوټه (کابو ۱۵۲متره) د هوايي ډګر د کوزېدو له کرښې لیرې وغورځېده. د الوتکې ټوټې کابو شپېته متره شاوخوا خپرې شوې دي. د الوتکې له لکۍ پرته ډېره برخه سوځېدلې ده. په الوتکه کې شپړ واړه سپاره کسان ووژل شول.»

د سسنا تجارتي جټ الوتکه له لاس ویګاس څخه د حرکت په حال کې وه او په ځایي وخت د سهار په ۴:۱۵ د لاس انجلس په سویل ۱۳۷ کیلومترۍ کې وغورځېده.