نړۍ

د زاهدان د پولیسو پر مرکز برید د بریدګرو په وژلو سره پای ته ورسېد

ایرانیو رسنیو رپوټ ورکړی چې نن سهار څو تنو وسله والو د زاهدان ښار د اهل سنتو مصلا په سویل کې د پولیسو پر ۱۶ شمېرې مرکز برید وکړ او دا برید د دوو پولیسو او بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې نن سهار یو شمېر وسله والو د زاهدان په سویل کې د پولیسو په شپاړسم نمبر مرکز کې برید وکړ.

که څه هم ویل شوی چې بریدګر د ځانمرګي برید په کمربند سمبال وو او دوو تنو چاودنه وکړه، خو د سیستان و بلوچستان ولایت امنیتي مرستیال د نن په پېښه کې ځانمرګی برید رد کړی دی.

د علي کیجا په نوم یو پولیس په دغه نښته کې وژل شوی دی.

د ایران د سیستان و بلوچستان والیت امنیتي چارواکي وايي چې دا نښته پای ته رسېدلې ده.