افغانستان

د طالبانو د نوي فرمان په وړاندې د غبرګونونو دوام

د طالبانو له خوا په افغانستان د سينګارتونونو د فعالیت د بندولو حکم له خپرېدو سره افغان مېرمنې وايي چې د دوی د بندیزونو دایره تر بل هر وخت ډېره تنګ شوې او دا حکم د ښه ژوند لپاره د دوی د خوبونو په تابوت وروستی مېخ ګڼي.

خو طالبان وايي چې د مذهبي او اقتصادي دلايلو له مخې يې دا پرېکړه کړې.

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې هم دغې ستونزې ته اشاره کړې او په خپله ټویټر پاڼه یې لیکلي، چې د سينګارتونونو په فعالیت د بنديز سره له کوره بهر د ښځو لپاره یو څو پټنځایونه له منځه ځي او افغانستان په يو بې رحمه او سخت منزوي ځای بدلوي.

افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي: «پر سينګارتونونو د طالبانو بندیز د ښځو د کار لپاره د يو بل مهم ځای له مینځه وړل دي چې د خپلو کورنیو د مصارفو پوره کولو لپاره هڅه کوي. دا بندیز له د مېرمنو لپاره له کوره بهر محدود پناهځایونه له منځه وړي او دا هیواد په نړۍ کې په يو بې رحمه او سخت منزوي ځای بدلوي.»

ملګري ملتونه هم یو ځل بیا د طالبانو له خوا د سينګارتونونو د فعالیتونو په بنديز نیوکه کوي او وايي چې د ملګرو ملتونو مرستیال به د دغه فرمان د لغوه کولو لپاره له طالبانو سره په اړيکه کې پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ویاند مرستیال فرحان حق وايي: «د سينګارتونونو د تړلو په اړه، د ملګرو ملتونو د مرستيالۍ ماموريت له اوسنیو چارواکو څخه وغوښتل چې د سينګارتونونو د بندولو حکم لغوه کړي.»

یوناما ویلي چې د ښځو پر حقونو دغه نوی محدودیت به د افغان ښځو پر اقتصاد منفي اغیز وکړي او له ښځينه متشبثینو د اعلان شوي ملاتړ سره ټکر لري. د ملګرو ملتونو ماموریت هم به د دغه بندیزونو لرې کولو لپاره له ښکیلو خلکو سره په اړيکه کې پاتې شي.»

ملګري ملتونه په داسې حال کې له طالبانو سره د اړيکې خبره کوي چې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مرستیال پلاوي تېره ورځ د طالبانو د رياست الوزرا سیاسي مرستیال سره وليدل.

طالبان وايي چې د ملګرو ملتونو دغه چارواکي طالب چارواکو ته په هغې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې چې ټاکل شوې په راتلونکو دوو میاشتو کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له خوا جوړه شي.
خو یوناما تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ملګرو ملتونو په داسې حال کې د طالبانو له استازو غوښتي چې د افغانستان په اړه د دغه سازمان په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي، چې طالبانو د افغان ښځو د ژوند ښه کولو لپاره د دغې سازمان هېڅ غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او حتی د ملګرو ملتونو ښځينه کارکوونکي له دریو میاشتو راهیسې خپل کاري دفتر ته د تګ اجازه نه لري.

د سينګارتونونو پر فعاليتونو د بندیز د حکم لیرې کول له طالبانو د ملګرو ملتونو تازه غوښتنه ده، وبه لیدل شي چې په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې د طالبانو د استازو په رابللو سره به آيا طالبان د ملګرو ملتونو دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي که نه؟