سویلي آسیا

هند کې د یوه بس موټر د سوځېدو په پېښه کې ۲۵ تنه مړه شول

هندي چارواکو اعلان کړی چې په دې هېواد کې د یوه مسافروړونکي بس د اور اخیستو له امله ۲۵ تنه مړه او اته نور ټپيان شول.

پولیسو ویلی چې دا بس په ځايي وخت د شپې په ۱:۳۵ د مهاراشترا ایالت پر لاره له هغې وروسته اور واخیست چې دا بس موټر له یوه پله سره ولګېد او د تېلو ټانکۍ یې سورۍ شوه.

پولیسو ویلي چې ډېری قربانیان نه دي توانېدلي چې له دغه موټره ځانونه وژغوري.

ددې سیمې د پولیسو سرپرست سونیل کاداسانه ویلي: «یو پل مخې ته و او بس ورسره ټکر وکړ، له دې پېښې وروسته یې د تېلو ټانکۍ زیانمنه شوه او په ټول بس کې اور ولګېد او موټر مخې لور ته کوږ شو. په اورلګېدنه کې خلکو د تېښتې وخت پيدا نه کړ. اته تنه له بس څخه وتښتېدل چې یو ډول یې ځانونه وژغورل، خو له بده مرغه چې ۲۵ نور مړه شول د ټکر په پرتله د اورلګېدو تلفات زیات دي، ځکه ټول مړي سوېدلي دي.»

له بلې خوا، ایالتي لومړي وزیر اکنات شینده او د هند لومړي وزیر نرندرا موډي په جلا جلا ټویټونو کې اعلان کړی چې د هر قرباني کورنۍ ته به اته زره او ۵۰۰ ډالر ورکړل شي.