نړۍ

د روسیې «لنست» بې‌پیلوټه الوتکې؛ د اوکرایني پوځیانو نوې اندېښنه

د روسیې او اوکراین ترمنځ له جګړې د ۱۷ میاشتو په تېرېدو سره، اوکرایني ځواکونه وايي چې مسکو د یو ډول کم لګښت لرونکو بې‌پیلوټه الوتکو کارول زیاتوي چې د ډېرو تجهیزاتو د تخریب وړتیا لري.

د اوکراین د ختیځ په کراماستورک ښار کې پر یوه رستورانت د لنسټ بې‌پيلوټه الوتکې په وروستي برید کې چې سه شنبه ناوخته ترسره شو، لږترلږه ۹ تنه ووژل شول او ۵۶ نور ټپیان دي.

د اوکراین پوځ غړی بوهدان وايي: «بې‌پیلوټه الوتکې او کنټرول شوي تجهیزات موږ له لیرې ځایه پیدا کوي، زموږ ځای په ډاګه او پر موږ برید کوي او توغندي په مستقیم ډول پر موږ راغورځوي.»

د رویټرز د راپور له مخې اوکرایني ځواکونه لنسټ بې‌پیلوټه الوتکې د هغوی لپاره د جګړې په ډګر کې ترټولو اصلي ګواښ ګڼي.

یو اوکراینی سرتېری وايي: «موږ د روسیې پر مهمو موخو برید کړی دی، خو همدا چې موږ هغوی په نښه کړل سمدلاسه په اس ۳۰۰ روسي توغندیو په نښه شوو چې یوازې له موږ ۱۵۰ متره لیرې وو.»

کارپوهان وايي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په دوام سره دواړه لوري د یو بل پروړاندې له کم لګښته جنګي سیستمونو او وسایلو د کار اخیستو په لټه کې دي.