نړۍ

د روسیې له پوځ سره د «واګنر» ملیشه ځواکونو مقابله

د واګنر ملیشه ځواکونو رییس یوګني پریګوژین د جمعې په ورځ ادعا وکړه چې روسي پوځیانو په جنګي سیمو کې د هغه د ځواکونو پر مرکزونو توغندويي، هوايي او د توپونو بریدونه کړي او یو شمېر غړي یې وژلي دي.

نوموړي سملاسي خپلو ځواکونو ته روسیې ته د ستنېدو حکم وکړ ترڅو ددغو بریدونو عاملینو د نوموړي په ویناو د روسیې له دفاع وزیر سرګئ شویګو او د پوځ له لوی درستیز والري ګراسیموف سره «حساب تصفیه» کړي.

د واګنر ملیشه ځواکونو قوماندان پریګوژین د شنبې په ورځ وویل چې د روسیې په سویل کې یې روستوف ښار نیولی او ویلي یې دي چې ځواکونه به یې د مسکو په لور ولاړ شي.

د واګنر ډلې مشر یوګیني پریګوزین وايي: «موږ هره ورځ تر زرو پورې تلفات لرو. په دې کې هغه کسان چې وژل شوي، ټپیان شوي، او هغه کسان چې له جګړې څخه ډډه کوي، شامل دي– هغه کسان چې نه غواړي جګړه وکړي؛ نه دا چې دوی بې زړه دي دي، بلکې دا چې دوی هیڅ چاره نه لري، مهمات نه لري او د قوماندې جوړښت نه لري.»

په همدې حال کې د روسیې د ترهګرۍ ضد کمیټې په مسکو او شاوخوا سیمو کې د ترهګرۍ ضد تابياوې نیولي دي. کرملین ته تلونکي سړکونه تړل شوي، پوځي ټانکونه او د پوځي پرسونل بار وړونکي په ښار کې ځای پر ځای شوي دي. پولیسو په سنټ پیټرزبرګ کې د واګنر مرکزي دفتر هم کلابند کړی دی.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په یوه بیړنۍ ټلویزیوني وینا کې، د واګنر وسله وال پاڅون یو “خیانت” وباله او خبرداری یې ورکړ، هر چا چې د روسیې د پوځ پر ضد وسله پورته کړي “سخته سزا” به ورکړل شي.

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي: «موږ اجازه نه ورکوو چې يوه کورنۍ جګړه تکرار شي. موږ به خپل خلک او هیواد د دنني خيانت په شمول د هر ډول ګواښ په وړاندې وساتو. هغه څه چې موږ ورسره اوس مخ یو خیانت دی. نامعقول ارمانونه او شخصي ګټې د خیانت، دولتي خیانت او له خپل ولس سره د خیانت لامل ګرځي او هغه ګډ ارمان کيږي چې د واګنر جنګیالي او قومندانان زموږ له نورو قطعاتو او پوځيانو سره د هغې لپاره جنګیدلي او وژل شوي دي.»

له بلې خوا هم د واګنر ډلې مشر د پوتین له خوا د خیانت تورونه رد کړي دي.
يوګیني پریګوزین له څو مياشتو راهيسې د دفاع وزارت او د روسیې له پوځ سره د تجهیزاتو، مهماتو او لوژستیکي توکو د نشتوالي په اړه ناندرۍ لرلې. پریګوزین همدا راز د روسیې پوځ تورن کړ چې ځواکونه يې د جګړې سیمو ته د وژلو په موخه له ملاتړ پرته استولي دي.

په همدې حال کې د روستوف ښار د واګنر په واک کې دی او دا ښار به د روسیې د پوځ او دې ډلې ترمنځ د ناندريو ځای وي. هغه ډله چې په سوریه، عراق او لیبیا کې د جګړو او نورو نیابتي جګړو تاریخ لري.