نړۍ

شي جین پينګ او بلینکن د چین او امریکا د اړیکو د دوام په اړه هوکړه وکړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن بیجینګ ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ د چین له ولسمشر شي جین‌پينګ سره ولیدل او هوکړه‌ یې وکړه چې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پياوړي ساتلو کې هڅه وکړي.

ویل کېږي چې چین ته د بلینکن د سفر موخه د دوو ستراتیژیکو سیالانو ترمنځ د اړیکو له لا زیاتې ترینګلتیا مخنیوی و.

شي جین‌پینګ له امریکا سره په خبرو کې له پرمختګه هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دواړه لوري پر ځینو مواردو له دې جملې د اندونیزیا په بالي کې د شي او د امریکا د ولسمشر جو بایډن ترمنځ له هوکړو د پیروۍ په برخه کې هوکړې ته رسېدلي دي.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ وايي: «د دوو دولتونو ترمنځ تعامل باید تل د متقابل درناوي او صمیمیت پربنسټ وي. زه هیله‌من یم په دې سفر کې به ښاغلی وزیره تاسو د چین او امریکا د اړیکو له ثبات سره لا زیاتې مثبتې مرستې وکړئ.»

په همدې حال کې بلینکن په دې کابو ۳۰ دقیقه‌يي ناسته کې شي ته وویل، امریکا باوري ده چې واشنګټن او بیجینګ باید خپلې اړیکې مدیریت کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي: «متحده ایالات د دغه کار ترسره کولو ته ژمن دی. دا د امریکا په ګټه ده، د چین په ګټه او د نړۍ په ګټه ده.»

بایډن او شي وروستی ځل د اندونیزیا په بالي کې د تېر کال په نومبر میاشت کې د ۲۰ ډلې د مشرانو ناستې په څنډه کې سره وکتل او ژمنه یې وکړه چې لا زیاتې اړیکې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو اړیکې د بیجینګ له لوري د جاسوسۍ اندېښنو او د تایوان د موضوع پر سر ترینګلې شوې دي.