نړۍ

د چین او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ۷ ساعته لیدنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې پر ورځ د چین له لوړپوړي دیپلومات وانګ يي سره په بیجینګ کې لیدلي دي.

ویل کېږي چې چین ته د بلینکن د سفر موخه د دوو ستراتیژیکو سیالانو ترمنځ د اړیکو له لا زیاتې ترینګلتیا مخنیوی و.

خبرو سرچینو ویلي، چې اټکل کېږي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خپل سفر په وروستۍ ورځ کې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره هم وګوري، خو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه دا موضوع نه ده تایید کړې.

بلینکن تېره ورځ له خپل چیني سیال شین ګانګ سره ولیدل او تر ۷ ساعتونو زیاتې خبرې یې سره وکړې.

په همدې حال کې امریکايي چارواکي او شنونکي تمه لري چې د بلینکن سفر په راتلونکو میاشتو کې د نورو دوو اړخیزو لیدونو لپاره لار پرانیزي.

همداراز دا سفر کولای شي د کال په وروستیو کې په څو اړخیزه ناسته کې د شي او بایډن ترمنځ د خبرواترو زمینه برابره کړي.