نړۍ

بلینکن د سړو اړیکو په لړ کې چین ته سفر وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ بیجنګ ته سفر وکړ او له خپل چینايي سیال سره وکتل.

دا په تېرو پنځو کلونو کې چین ته یو لوړپوړي امریکايي دیپلومات لومړنی سفر دی.

ټاکل شوې وه بلینکن په فبرورۍ میاشت کې چین ته سفر وکړي، خو د واشنګټن پر هوايي حریم د یوه چینايي بالون د لیدلو له امله یې خپل سفر وځنډاوه.

تمه کېږي چې نوموړی په دغه دوه ورځني سفر کې د چین له لوړپوړو چارواکو او ښایي د دې هېواد له ولسمشر شي جین پینګ سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې اړیکو د لارو چارو د رامنځته کولو په اړه خبرې اترې وکړي.

دا په داسې حال کې دي چې نور هېوادونه به هم دا سفر له نږدې وڅاري، ځکه د دواړو قدرتونو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا نړیوالې پایلې لرلی شي.