نړۍ

په بصره کې یوه ډله مجسمه جوړونکي له مومو مجسمې جوړوي

دا مجسمې له مومو څخه جوړې شوې او ټاکل شوې په هغه موزیم کې چې په بصره کې پرانیستل کېږي نندارې ته وړاندې شي.

د هنرمندانو موخه په تېرو کلونو کې د خلکو د ژوند ښودل دي.

د هنرمندانو دغې ډلې د بصرې پخواني ښار له بېلابېلو برخو د ۲۲ منظرو د ښودلو لپاره، ۵۴ مجسمې جوړې کړې دي.

د بصرې د لرغونو آثارو د دولتي بورډ مسوول مصطفی الحسیني وايي: «موږ د یوه پخواني حمام منظره نندارې ته وړاندې کوو. په هغه موده کې په اونۍ کې یوازې یوه ورځ له کوره بهر حمام کولو ته ځانګړې وه.»

د ایراني هنرمندانو یوې ډلې، د دغو مجسمو د جوړولو ډېر کار په ایران کې وکړ او وروسته یې بصرې ښار ته ولېږدولې.

ایرانی هنرمند حامد نظري وايي: «موږ هڅه کړې چې ددغو مجسمو په جوړولو کې له واقعیته لیرې نه شو او هغوی واقعیت ته ورته جوړې کړو.»

دغه موزیم د بصرې ښار په یوه لرغونې سیمه کې جوړېږي.