سلګونه زره مراکشي ملخان د افغانستان پر کروندو یرغل کړی او ټولې یې ویجاړې کړې دي.
له بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، کندز، سمنګان، سرپل او تخار وروسته اوس ملخانو د هرات او غور ولایتونو پر کروندو یرغل کړی دی.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین خبرداری ورکوي چې په دې برخه کې بې پامي به افغان کروندګر له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او په روان کال کې به د غنمو او وریجو حاصلاتو کې د پام وړ کمښت راشي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده په دې اړه وايي: «ملخانو پر څو شمالي ولایتونو یرغل وکړ او کروندګرو ته یې لوي زیان رسولی دی. د کرنې وزارت ته زموږ وړاندیز دا دی چې د ملخانو مخه ونیسي. په نورو هېوادونو کې هم ملخان پر کروندو یرغل کوي خو پر وخت یې مخنیوی کېږي.»
د خوړو او کرنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی که د ملخانو مخه ونه نیول شي، افغانستان به په راتلونکي کال کې د ملخانو له لا زیات یرغل سره مخ شي.
دغه سازمان د ملخانو د شمېر د کنټرول لپاره زرګونه کسان ګمارلي او له نړیوالې ټولنې یې له افغانستان سره په دې برخه کې د بیرنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.
د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین په دې اند دي چې د ملخانو له خوا کرنیز زیان به د افغانستان پر اقتصاد ناوړه اغېز وکړي.
د کرنې او مالدارۍ خونې د نړیوالو اړیکو رییس امید حیدري وایي: «د افغانستان شمال چې د هېواد د غَلو کندو بلل کېږي، په دې وروستیو کې د ملخانو لښکر له یرغل سره مخ شوی چې د بزګرانو لپاره تر ټولو لوی آفت دی او دا چاره پر کرنې او اقتصاد ناوړه اغېزه لري.»
یو شمېر کروندګر د ملخانو د وژلو لپاره اوږدې لارې کچ کوي.
دوی وایي چې وچکالي د هېواد پر کروندو د سلګونه زره ملخانو د یرغل لامل شوې ده.
یو کروندګر بازمحمد وايي: «د دې لامل وچکالي ده، تېر کال بارانونه کېدل او ملخان له منځه تلل، سږ کال چې ورښتونه نه دي شوي ملخان بیا راوتلي دي.»
یو بل کروندګر دوست محمد یعقوبي په دې هکله وايي: «دا ځمکې زموږ دي او ملخانو مو کروندې ویجاړې کړې، وچکالي ده که څه هم حاصلات دومره نه وو خو هغه لږ هم ملخانو وخوړل، موږ د حاصلاتو په تمه وو خو اوس دا هرڅه له لاسه ووتل.»
د خوړو او کرنې سازمان رپوټ ورکړی چې د ملخانو یرغل ښايي په افغانستان کې د ۴۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۰۰ زره ټنه حاصلات له منځه یوسي.
د قناري ټاپوګانو د مراکشي ملخانو د رامنځته کېدو ځای په هسپانیا، قزاقستان او افغانستان کې دی. دغه حشره کولای شي له ۵۰ تر ۲۵۰ کیلومتره والوزي او کرنیز حاصلات او بڼونه ویجاړ کړي.