نړۍ

فرانسوی سپایډرمن په هسپانیه کې پر یوې ودانۍ له ختلو وروسته ونیول شو

الین رابرټ چې د ودانیو بهرنیو دېوالونو ته د پورته ختلو له امله د فرانسوي سپايډرمن په نوم مشهور دی، د جمعې په ورځ د هسپانیا په بارسلونا کې ۱۶۶ متره ودانۍ ته وخوت.

له دې کاره د هغه موخه د موسمي بدلون او وچکالۍ په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول وو.

۶۰ کلن الن رابرټ د میلیا بارسلونا هوټل بهرنيو شیشو او فولاد ته وخوت چې د هسپانيې ښار څلورمه لوړه ودانۍ ده. هغه له ځان سره د روغتيايي يا محافظتي کڅوړې، بوټانو او د څښلو اوبو له اخيستو پرته ودانۍ ته پورته شو.

هغه له پورته کېدو وروسته وويل: «زه غواړم د موسمي بدلون او په هسپانیه کې د اوبو د کمښت ستونزې په اړه یو پیغام ولیږم ترڅو د حکومت له لوري ژر تر ژره حل شي.»

ودانۍ ته د ختلو اجازه نه وه ځکه رابرټ له پورته کېدو وروسته د پولیسو لخوا ونیول شو.

دا په داسې حال کې ده چې هسپانیه د دوامداره وچکالۍ سره مخ ده او د سویلي اروپا ځینې برخې هم د غیر موسمي تودوخې سره مخ دي، ساینس پوهان وايي نړیوالې تودوخې دا ستونزې لا پسې زیاتې کړي.

دغه هېواد په وروستيو اوونيو کې په ځنګلونو کې د پراخو اورونو شاهد و.

دې ودانۍ ته پورته کېدل د رابرټ لپاره لویه ستونزه دا وه چې د ودانۍ بهرنۍ برخه د لمر وړانګو ته مخامخ وه او د هغه لاسونه یې سوځول.

ورته مهال لسګونه لیدونکي د ودانۍ بهر راټول شوي وو او د رابرټ د پورته ختلو ننداره یې کوله.

رابرټ تر دې دمه په دوبۍ کې د نړۍ تر ټولو لوړې ودانۍ برج خلیفه، د پاریس ایفل ټاور او سان فرانسیسکو کې د ګولډن ګیټ برج په ګډون له ۱۵۰ څخه زیاتو ودانیو ته ختلی و.