افغانستان

نورستان کې د مناسب استوګنځي له نشتوالي د سیلانیانو شکایت

نورستان چې یو زرغون ولایت دی د ګرمۍ په موسم کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه سیلانیان د تفرېح لپاره ورځي.

سږ کال په دې ولایت کې د نورو کلونو په پرتله واوره ډېره شوې چې له امله یې ددې ولایت غرونه او دښتې لا زرغونې شوې دي.

سږني کوچني اختر کې د افغانستان له بېلابیلو سیمو ګڼ سیلانیان دغه ولایت ته د تفرېح لپاره ورغلي وو.

خو دغه ولایت ته ورغلي سیلانیان شکایت کوي چې په دې سیمه کې د استوګنې مناسب ځای او د دوی د خوښې وړ خواړه نشته.

د کونړ ولایت اوسېدونکی رفیع الله چې له خپلو ملګرو سره نورستان ته د چکر لپاره تللی وايي: «موږ له نورو ملګرو سره نورستان ته د تفرېح او چکر لپاره راغلي یو، ډېر خوښ یو ځکه د نورستان طبیعي ښکلا روح تازه کوي، خو دلته یوه ستونزه شته چې هغه د اوسېدو او شپي تېرولو د مناسب ځای نشتوالی دی چې باید ورته پام وشي.»

د نورستان اوسېدونکي وايي، ددې ولایت دښتې او غرونه زرغون او په پسرلي او اوړي کې ښه هوا لري له دې امله ډېر سیلانیان ورځي.

د دوی په وینا په دې ولایت کې د حکومتونو له خوا د سلانیانو لپاره مناسب استوګنځایونه نه دي جوړ شوي خو ځایي اوسېدونکو د سیلانیانو لپاره د شپې تېرولو لپاره کوچني هوټلونه جوړ کړي.

دوي له حکومت (طالبانو له ادارې) غواړي چې ددې ولایت د لارو د رغولو او د سیلانیانو لپاره آسانتیاوو د برابرولو لپاره هڅې وکړي .

د نورستان اوسېدونکی محمد رسول وايي: «ما په خپل شخصي لګښت دلته یو کوچنی هوټل جوړ کړی، دلته د سیلانیانو او نورو مېلمنو لپاره مې یو څه آسانتیا برابره کړې، زما دغه هوټل د ۴۰ تر ۶۰ تنو د خوړو او شپې تېرولو آسانتیا لري نو که حکومت دلته مناسب ځایونه جوړ کړي د سیلانیانو ستونزې به حل شي.»

له بلې خوا، له هلمند څخه راغلي سیلانیان هم خوښ دي او وايې نورستان ته په راتلو خوښ دي ځکه دلته طبیعي ښکلاوې زیاتې دي او تفرېح لپاره ډېر مناسب دی.

د هلمند اوسېدونکی جان محمد وايي: «په ټول افغانستان کې د نورستان په شان ښکلاوې نشته، موږ دلته په راتلو خوښ یو، خو یو څه چې موږ يې ډېر وځورولو نورستان ته غځېدلې لار او دلته د مناسب استوګنځي نشتوالی دی.»

نورستان په ۱۳۹۹ کال کې د جمهوري نظام د چاپیریال ساتني ملي ادارې له خوا ملي پارک ونومول شو.

له هغې وروسته دغه ولایت ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی او د کال په اوږدو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو خلک دغه ولایت ته د چکر او تفرېح لپاره ورځي.