نړۍ

کینیا کې د کلیسا د قربانیانو شمېر چې غوښتل یې د لوږې په زغملو جنت ته ولاړ شي ۷۳ تنو ته ورسېد

د کینیا پولیسو د هغو ۷۳ کسانو مړي موندلي چې اټکل کېږي د یوې عیسوي فرقې غړي دي او په دې باور وو، چې که دوی وږي وي نو د عیسی مسیح سره به وګوري او که د لوږې له امله مړه شي جنت ته به ځي.

د کینیا پولیسو ویلي، د دغو کسانو ډېری مړي د دې هېواد په ختیځ شاکاهولا ځنګل کې په ډله‌ییزو قبرونو کې موندل شوي دي.

ښايي د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي.

د کینیا سره صلیب اعلان کړی، ۱۱۲ هغه کسان چې د طبي مشورې لپاره سیمه‌ییز روغتون ته تللي تر اوسه بې‌درکه دي.

د کلیسا کشیش یا پادري پاول مکینزي، د اپریل پر ۱۴ وروسته له هغې ونیول شو چې د نوموړی د پیروانو ۳۱ قبرونه وموندل شول چې د لوږې له امله مړه شوي وو.

د کینیا د جنايي څېړنو ادارې اعلان کړی، تر اوسه یې ۳۳ تنه ژغورلي دي.

د دغه هېواد د پولیسو عمومي مفتش جافت کومه د دوشنبې په ورځ د پېښې له ځایه لیدنه وکړه او وې‌ویل چې په ډله‌ییزو قبرونو کې د ډیرو کسانو جسدونه او همداراز اته تنه ژوندي موندل شوي او وروسته مړه شوي دي.

د کینیا د پولیسو عمومي مفتش جیفیت کومه ټینګار وکړ: «د نیولو لپاره ډیرې هڅې روانې دي او څوک چې مجرم وپېژندل شي محکمې ته به حاضر کړای شي ترڅو د خپلې غلطۍ ځواب ووایي.»

کومه زیاته کړه چې د دغې مسیحي فرقې ۱۴ نور کسان د پولیسو په بند کې دي.

د دې کلیسا کشیش د اپرېل پر ۱۵ د مالیندي په حقوقي محکمه کې محاکمه شو او قاضي پولیسو ته ۱۴ ورځې وخت ورکړ ترڅو په دې تړاو څېړنې وکړي.

کینایي رسنیو خبر ورکړی، چې مکنزي خواړه او اوبه نه خوري.

له بلې خوا د کینیا ولسمشر ویلیام روټو د کشیش یا پادري دا مشوره غندلې او هغه یې د هر معتبر دین له لارښوونو سره په ټکر کې بللې ده.

د کینیا ولسمشر ویلیام روتو په دې اړه وویل: «ترهګر مذهب د خپلو ناوړه اعمالو د دودولو لپاره کاروي. د مکینزي په څېر خلک دقیقاً د همدې لپاره مذهب کاروي.»

د «ښه خبر نړیوالې کلیسا» پیروانو د شوکاهولا په ځنګل کې په څو لیرې پرتو ځایونو کې ځانونه وږي ساتل.