نړۍ

له سوډان څخه د بهرنیانو ایستل دوام لري

په سوډان کې د ښکېلو لوریو ترمنځ د اوربند له ټینګېدو وروسته، له دغه هېواد د بهرنیانو د ایستلو بهیر روان دی.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ۳۴۳ اردنیان، فلسطینیان، قراقیان، د سوریې او جرمني وګړي د تېره شپه د سوډان له بندره په څلورو پوځي الوتکو کې ددغه هېواد پلازمیني عمان ته ولېږدول شول.

له دې هېواده یو ایستل شوی احمد الاخَرَس وویل: «د ایستلو بهیر اوږد و، موږ په خرطوم کې له یوې بلې ته چې ډېر واټن یې درلود کابو ۱۲۰۰ تر ۱۳۰۰ کیلومتره مو سفر وکړ، ځمکنی سفر لږ سخت و خو د خدای شکر دی چې اردن سفارت په ملاتړ دا کار په بري ترسره شو.»

د شنبې په ورځ د سوډان پوځ او «چټک غبرګون ځواکونو» چې د جګړې ښکیل لوري دي اعلان وکړ د بهرنیانو د وتلو په بهیر کې به همکاري وکړي.

د یکشنبې په ورځ امریکا، سعودي عربستان او مصر خپل وګړي له سوډان څخه وایستل.

تونس اعلان کړی چې د دوشنبې په ورځ به له سوډان څخه خپل وګړي وباسي.

دا په داسې حال کې دي چې د سوډان د پوځ او «چټک غبرګون ځواکونو» ترمنځ نښتې تېره اونۍ پیل شوې او په دې هېواد کې د سفارتونو د کارکوونکو په ګډون سلګونه بهرنیان پکې بند پاتې شول.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت ویاند سنان المجالي ټینګار وکړ: «موږ هر ډول غوښتنه چې رالېږل کېده منله، خو له بده مرغه زیات شمېر کسان ونه توانېدل چې د سوډان په بندر کې له موږ سره یو ځای شي.»

دا په داسې حال کې دي چې د روغتیا نړیوال سازمان د یکشنبې په شپه په یوه ټویټ کې وویل، په سوډان کې د نښتو له پيله په یوه اونۍ کې، څه د پاسه ۴۲۰ تنه وژل شوي او څه د پاسه ۳۷۰۰ نور ټپیان شوي دي.