افغانستان

ملایعقوب: غفلت د سقوط لامل کېږي

Photo: MInistry of Defense

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملایعقوب مجاهد، د طالبانو د کومانډو ځواکونو د رسم ګذشت په مراسمو کې د وینا پرمهال خبرداری ورکړ چې د طالبانو غفلت به د دوی حکومت د سقوط لامل شي.

هغه وویل: «که نظام زموږ او تاسو د غفلت او ناغېړۍ او یا بې پامۍ له امله له منځه ولاړ شي، بیا موږ د خپلو کسانو د کورنیو په وړاندې مسوول یو چې وژل شوي دي، دوی به له موږ څخه وپوښتي چې ولې مو نظام په دومره آسانۍ له لاسه ورکړ.»

که څه هم د طالبانو استخباراتو په تېرو شلو میاشتو کې تل د بشري حقونو، د زده کړو او ښځو د حقونو فعالین، خبریالان او د طالبانو مخالفین نیولي او شکنجه کړي یې دي، خو ملا یعقوب وایي چې د طالبانو کومانډو ځواکونه به پر خلکو ظلم ونه کړي.

مجاهد زیاته کړه: «دا کسان چې نن روزل شوی پر تاسو د برید لپاره نه دي، نه به تاسو ووژني، نه به موږ زنداني کړي، نه به پر تاسو ظلم وکړي او نه به درسره دښمني وکړي. دوی ستاسو د ساتنې لپاره دي.»

پخواني پوځي اسدالله ندیم وویل: «دا ټینګار د وېرې او ډار له امله دی چې د خلکو پرخلاف د دوی د سختو سیاستونو له امله رامنځته شوې. د خپل سخت چلند په وړاندې د خلکو له غبرګونه وېره لري. غوره ده چې د طالبانو مشر مسوولیت منونکی وي د واکمن په توګه او خپلې کړنې او سیاست بدل کړي او خلکو ته درناوی وکړي.»

په دغو مراسمو کې په کندهار کې د طالبانو د حج او اوقافو رییس مولوي عبدالبصیر چې د طالبانو مشر ته نږدې کس دی، د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته خبرداری ورکړ، که په مرمۍ سره په نښه کړي، طالبان به دوی په ګلانو په نښه نه کړي.

په کندهار کې د طالبانو د حج او اوقافو رییس مولوي عبدالبصیر وايي: «ټولو نړیوالو ته وایم چې موږ د نړۍ لپاره خطر نه یو، پر خپلو ټولو ژمنو مو عمل کړی. همدا ژمنه چې موږ به د نړۍ د هېڅ هېواد لپاره خطر نه و، له نړۍ سره د تعامل غوښتونکي یو، خو ټوله نړۍ باید پوه شي په تېره بیا ګاونډي هېوادونه که دوی موږ په ډزو وولي، موږ یې په ګلانو ځواب نه شو ورکولای. هغه به زما کور ته اور اچوي او زه به یې کور ته ګلان و وړم؟ امکان نه لري. له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې او د شریعت په چوکاټ کې ګذاره غواړو او دا مو منشور دی.»

طالبان په داسې حال کې له نړۍ سره پر خپلو ژمنو ټینګار کوي چې دا ډله په ځلونو د امریکا د استازو جرګې له خوا له ترهګرۍ ډلو سره په همکارۍ تورنه شوې ده.

طالبانو همداراز د ښځو د حقونو په اړه پر خپل ژمنو عمل نه دی کړی او همداراز یې ښځې له زده کړو، تحصیل او کار څخه منع کړې دي.