افغانستان

راپور: په افغانستان کې څه باندې ۱۱ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له سختې ناامنۍ سره مخ دي

انځور ارشیف څخه

د «ډېټا فار افغانستان» په نوم یوه امریکایي بنسټ په خپل نوي راپور کې ویلي، چې په روان کال کې به په افغانستان کې له ۱۱ میلیونو څخه زیات کسان د بحران او یا له هغه په لوړه کچه د خوراکي توکو له ناامنۍ سره مخ شي.

د دغه بنسټ په وینا، د هېواد په ډېرو برخو کې روزمزد کارګر لا هم د لومړنیو خوراکي توکو د پېرلو توان نلري.

په‌دې راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۶ کال له اپرېل څخه تر سپټمبر پورې به له ۱۱ میلیونو څخه زیات افغانان د امنیت د ادغام د شاخص (IPC) پر بنسټ، د درېیمې یا له هغې د لوړې کچې د خوراکي توکو له ناامنۍ سره لاس او ګرېوان وي، چې په‌دې کې «بحراني»، «بېړني» او «بوږنونکي» وضعیتونه شامل دي.

د دغې ارزونې له مخې، بدخشان، بلخ، بامیان، دایکندي، فاریاب، غور، جوزجان، کنر او سرپل د هېواد تر ټولو زیان‌پذیر ولایتونه بلل شوي، چې د دغو سیمو لږ تر لږه ۴۰ سلنه نفوس په بحراني یا تر هغه په بد حالت کې دي.

په دغې ډله کې جوزجان تر ټولو لوړه کچه ثبت کړې چې د نفوس نیمایي برخه یې له جدي خطر سره مخ ده او ورپسې فاریاب، دایکندي او غور (هر یو ۴۵ سلنه) په راتلونکو درجو کې دي.

راپور ښيي چې د پېرلو (اخستلو) کمزوری توان لا هم تر ټولو ستره ننګونه ده.

څېړونکو د پېرلو د ځواک د معلومولو لپاره دا معیار ټاکلی چې یو غیرمسلکي کارګر د خپلې یوې ورځې په مزد څو کیلوګرامه ارزانه اوړه اخیستلای شي، چې په هېواد کې د دغه شاخص اوسط ۱۰.۲ کیلوګرامه په ورځ کې دی.

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د خلکو د پېرلو ځواک له دغه اوسط څخه هم کښته دی.

نورستان په هېواد کې تر ټولو ټیټ د پېرلو توان لري؛ دغلته یو کارګر د ورځې په مزد یوازې ۷.۱ کیلوګرامه وړه اخیستلای شي. سمنګان، کنر، اروزګان، میدان وردګ، پکتیکا او فاریاب هم په همدې کټګورۍ کې دي. په مقابل کې نیمروز تر ټولو لوړ توان لري (۱۶.۱ کیلوګرامه وړه) او کابل، بغلان او سرپل هم په ښه موقف کې دي.

د راپور له مخې، پنځه ولایتونه (بلخ، دایکندي، فاریاب، جوزجان او کنړ) په یو وخت له دوو لویو ستونزو یعنې د خوراکي توکو له سختې ناامنۍ او د پېرلو له خورا ټیټ ځواک سره مخ دي.

بلخوا په بازارونو کې د غنمو د اوړو بیې هم توپیر لري؛ په مې میاشت کې د ارزانې اوړو اوسط قیمت ۲۹.۳ افغانۍ او د اعلا اوړو بیه ۳۱.۷ افغانۍ وه، خو په نورستان کې بیا دا بیه تر ۳۵ افغانیو پورې لوړه وه.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان اقتصادي وده ۴.۸ سلنه اټکل کړې وه، خو خبرداری یې ورکړی و چې د نفوس زیاتوالی، انفلاسیون او د نړیوالو مرستو کموالی د خلکو د ژوند کچه نوره هم خرابوي.

د «ډېټا فار افغانستان» بنسټ وایي دا راپور یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د بیو د څارنې د معلوماتو پر بنسټ چمتو کړی او پایله یې دا ده چې که څه هم خوراکي توکي په بازارونو کې شته، خو د پېرلو د توان نشتوالی د فقر او د خوراکي ناامنۍ اصلي لامل دی.