افغانستان

یو‌اېن‌ډي‌پي: افغانستان کې د بېوزلو شمېر له ۱۹ میلیونه، ۳۴ میلیون تنو ته زیات شوی

د ملګرو ملتونو سازمان پراختیایي پروګرام یا یو‌اېن‌ډي‌پي په خپل نوي راپور کې ویلي، چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د بېوزلو وګړو شمېر له ۱۹ میلیون تنو ۳۴ میلیون ته زیات شوی دی.

دغه راپور په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي لرلید تر سرلیک لاندې نن سه شنبه د وري میاشتې پر ۲۹ خپور شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان پراختیایي ادارې ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته اقتصادي ناورین، افغانستان د نړۍ پر ترټولو بېوزلو هېوادونو بدل کړی دی.

په راپور کې راغلي چې د پیسو ثبات او د صادراتو د زیاتېدو له نښو سره سره، په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې ناخالص کورنی تولید ۳.۶ سلنه کموالی موندلی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي پروګرام یا یواېن‌ډي‌پي استازي عبدالله البدرداري ویلي چې له افغانستان سره په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې ۳.۷ میلیارد ډالري نړیوالو مرستو، د دغه هېواد د اقتصاد له بشپړ پاشلتیا مخنیوی کړی دی.

د دغه راپور له مخې، افغانستان ته د ۳.۷ میلیارد ډالرو بشردوستانه مرستو له منځه ۳.۲ میلیارد ډالر یې د ملګرو ملتونو سازمان چمتو کړې دي.

په دغه راپور کې اټکل شوی چې که د افغانستان لپاره د مرستو کچه ۳.۷ میلیارد ډالره پاتې شي، په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې به د هېواد کورنی ناخالص تولید ۱.۳ سلنې ته زیاتوالی ومومي.

د یواېن‌ډي‌پي په خپاره شوي راپور کې راغلي چې د طالبانو له خوا د محدودیتونو دوام، افغانستان ته د مرستو د لېږلو بهیر د درېدو په صورت کې په اوږدمهال کې د اقتصادي پرمختګ لپاره هیله نشته.

په دې راپور کې جوته شوې چې افغانستان کې د ښځو پر کار او زده‌کړو د محدودیتونو لګولو دغه هېواد له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړی دی.

د اسیا لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایي ادارې سیمه‌ییزې مدیرې کاني ویګناراجا ویلي: «په عمومي ژوند لکه د بشردوستانه پروژو په پلي کولو او د استوګنې په چارو کې د سپمولو په برخه کې د ښځو له ګډون پرته به هېڅ دوامداره ښه‌والی نه وي. یوازې کار او زده‌کړو ته د دوام ورکولو لپاره ښځو ته د بشپړې اجازې ورکول کولای شي د هر ډول رښتیني پرمختګ لپاره هیلې ژوندۍ وساتي.»

د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیایي ادارې د راپور پربنسټ، د ښځو او نجونو د حقونو محدودوونکي حکمونه له دې جملې هغه سپارښتنې چې ښځې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له سازمان سره له کار کولو منع کوي پر اقتصادي ګټې اخیستنې مستقیمه اغېزه لري او ښایي د بهرنیو مرستو پر کچې هم اغېزه ولري.

د ملګرو ملتونو سازمان دغه بنسټ اټکل کړی چې له ۳.۷ میلیارد ډالرو ۲.۶ میلیارد ډالرو ته د بهرنیو مرستو د ۳۰ سلنه کموالي په صورت کې به د افغانستان کورنی ناخالص تولید ۰.۴ سلنه کم وي.

د دغه بنسټ په وینا، دا کموالی به افغانستان د بېوزلۍ د نړیوال مقیاس ترټولو ټیټې کچې ته ورسوي.

په راپور کې همداراز راغلي چې افغانستان کې بېوزله وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او یو شمېر افغانان اړ شوي خپل کورونه، ځمکې او شتمنۍ وپلوري او یو شمېر نورو د ماشومانو کارګرۍ او د کم عمر لرونکو نجونو جبري ودونو ته مخ کړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د پراختیايي پروګرام مدیر اچیم سټاینر په یوه بیانیه کې ویلي: «افغانستان د اقتصادي پاشلتیا په درشل کې دی چې په ۲۰۲۱ کال کې د واک له بدلون وروسته لا زیات شوی دی. د ټول نیونې اغېزې او له هغې وروسته د اقتصاد ۲۰.۷ سلنه سقوط او نامعموله وچکالي د لومړنیو خدماتو او خوراکي توکو د له لاسه ورکولو لامل ګرځېدلې ده.»

نوموړي زیاته کړې: «یوازې د افغانستان میلیونونه اوسېدونکو ته د اساسي خدماتو او نړیوالو مرستو دوام له بشپړ پاشلتیا مخنیوی کړی دی.»

دغه څېړنې ښيي، د بېوزلو کسانو شمېر په ۲۰۲۰ کې له ۱۹ میلیون تنو څخه په ۲۰۲۲ کال کې ۳۴ میلیون کسانو ته رسېدلی دی.

عبدالله الدرداري خبرداری ورکړی چې که په روان کال کې بهرنۍ مرستې کمې شي، ښایي افغانستان په بشپړ دول سقوط وکړي.