نړۍ

درې لنډ نړیوال خبرونه

د اوکرایني الوتکې پر نسکورولو د تورنو کسانو د احکامو اعلان، د سویلي کوریا او جاپان ترمنځ د امنیتي خبرواترو پیل او د ایټالیا په یوه سیند کې د ۲ ټنه کوکایینو موندل د نن ورځې د بهرنیو خبرونو په ټولګه کې ولولئ.

ایران له درېیو کلونو وروسته د اوکرایني الوتکې پر نسکورولو د تورنو کسانو حکم اعلان کړ

ایران کې یوې محکمې د یکشنبې پر ورځ د سپاه پاسداران له خوا د اوکرایني الوتکې د نسکورولو دوسیې اړوند له درېیو کلونو څېړنو وروسته خپله وروستۍ پرېکړه وړاندې کړه.

رویټرز راپور ورکړی چې محکمې د دې دوسیې په تړاو ۱۰ تنه تورن بللي او اصلي مجرم یې پر ۱۰ کاله زندان محکوم کړی او نورو ته یې له یوه تر درېیو کلونو بند ټاکلی دی.

د اوکرایني الوتکې د پېښې د څېړلو کمیټې رییس، خدایي وویل: «امریکا ته مو د الوتکې د جوړونکي هېواد او اوکراین ته مو د الوتکې د ثبتوونکي او ګټه اخیستونکي هېواد په توګه بلنه ورکړه چې په دې څېړنو کې ګډون وکړي.»

د ایران د وسله‌والو ځواکونو د قضایي سازمان رییس احمدرضا پورخاقان شاهرضایي ویلي چې قضیيانو او منصفه پلاوي «په پوره بې‌پلوۍ او عدالت سره» د اوکرایني الوتکې د نسکورېدو پېښې د دوسیې په اړه رایه ورکړه.

د ایران سپاه پاسداران د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ میاشتې پر ۸ د اوکراین د هوایي لیکو الوتکه د تهران له هوايي ډګر څخه له پورته کېدو شېبه وروسته نسکوره کړه چې له امله یې د الوتکې ۱۷۶ مسافر ووژل شول.

د ایران د ملکي هوایي چلند سازمان چې د دې ناوړه پېښې د څېړلو مسوولیت یې پر غاړه درلود، وویل دا الوتکه د امریکا او تهران ترمنځ د کړکېچونو په موده کې په غلطۍ سره د توغندي په مټ نسکوره شوه.

سیول کې د سویلي کوریا او جاپاني چارواکو ترمنځ د امنیتي خبرواترو پیل

د جاپان او سویلي کوریا د بهرنیو چارو او دفاع وزارت د چارواکو ترمنځ امنیتي خبرې‌اترې د دوشنبې پر ورځ د سویلي کوریا په پلازمېنه سیول کې پیل شوې.

تېرو پنځو کلونو کې دا د امنیتي مسایلو په هکله د دغو دوو هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو د چارواکو ترمنځ لومړنۍ لیدنه ده.

د سویلي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، تمه کېږي چې د دواړو هېوادونو پلاوي د اسیا د شمال ختیځ او کوریا سیمې د امنیتي وضعیت، د ملي دفاع د امنیت په برخه کې د دوو اړخیزو همکاریو او د بېلابېلو ګډو ګټو په اړه خبرې وکړي.

د سویلي کوریا د سمندري ځواکونو په وینا، دغه هېوادونه به همداراز له امریکا سره یو ځای د خیتځ په نړیوالو اوبو کې د توغنديو د دفاع په تمرین کې ګډون وکړي.

دغه پوځي تمرین په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو ورځو کې د شمالي کوریا توغندیز او اټومي ګواښونو زیاتوالی موندلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د اسیا په شمال کې د امریکا دغه دوه متحد هېوادونه په ۱۹۴۵ – ۱۹۱۰ کلونو کې د جاپان له خوا د کوریا وچې د اشغال اړوند اختلافونو له امله ښې اړیکې نه لري.

له بلې خوا واشنګټن پر توکیو او سیول فشار راولي ترڅو د شمالي کوریا د اټومي ګواښ او د چین د نفوذ د زیاتېدو پروړاندې خپل اختلافونو لیرې کړي.

د ایټالیا پولیسو په سیند کې ۲ ټڼه کوکایین کشف او ظبط کړل

د ایټالیا د ګمرک او مالیاتي پولیسو د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد په سیسیلي سواحلو کې یې د ۴۰۰ میلیون یورو په ارزښت کابو ۲ ټنه کوکایین موندلي دي.

پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، د نشه‌یي توکو دغه بسته د دې هېواد د ختیځ په سمندر کې د اوبو پر سر وه.

د اعلامیې له مخې ۷۰ بستې نشه‌یي مواد د اوبو ضد توکو باندې پوښل شوي وو او یوه لمریزه تعقبوونکې وسیله هم پرې لګول شوې وه.

پولیسو ویلي تر اوسه یې د دغو توکو د قاچاقبرانو په اړه کوم معلومات نه دي پیدا کړي، خو وایي چې د اوبو ضد پوښلو او د تعقیبوونکې وسیلې نښلول ښيي چې دا بسته د یوې باروړونکې کښتۍ له خوا سیند ته غورځول شوې ترڅو وروسته یې بېرته پیدا کړي.