نړۍ

د چین د بهرنیو چارو وزیر د سمرقند په ناسته کې ګډون کوي

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین د سه شنبې په ورځ په بیجینګ کې د خبري ناستې پرمهال وویل چې چین لېوالتیا لري د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره په سیمه کې د سولې، اقتصادي پرمختګ او امنیت د راوستو په اړه همکاري وکړي.

وانګ همداراز اعلان وکړ چې د چین دولتي سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په څلورمه ناسته کې چې ټاکل شوې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د اپرېل په ۱۲ او ۱۳مه د ازبکستان په سمرقند کې جوړه شي ګډون وکړي.

وانګ وویل چې د بهرنیو چارو وزیر ته په دغه ناسته کې د ګډون لپاره د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست بختیار سعیدوف له خوا بلنه ورکړ شوې ده.

هغه ټینګار وکړ: «چینایي لوری هیله لري ترڅو ددې ناستې له لارې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د نظرونو تبادله وکړي، د افغانستان د وضعیت په اړه د ګاونډیو اجماع لا پياوړې کړي او ددې هوکړې د عملي کولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ ولري.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جوته کړه: «چین پر ستونزو او ننګونو د برلاسي په موخه له طالبانو او د افغانستان له خلکو ملاتړ کوي، موږ به په جدي توګه د نړۍ مشروع اندېښنو ته ځواب ووایو او د ګاونډیو هېوادونو لپاره به لا سم شرایط برابر کړو ترڅو له افغانستان سره دوه اړخیزې همکارۍ پراخې او په سیمه ییز اتصال، اقتصادي همکارۍ او د سولې د پیاوړتیا لپاره ګډې همکارۍ پراخې کړي.»

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ تایید کړه چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به هم د سمرقند په ناسته کې چې ټاکل شوې د ایران، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي هم پکې ګډون ولري، برخه واخلي.

د دې ناستې موخه د افغانستان د سیاسي ستونزو د هوارولو لپاره د سیمه‌ییزو هڅو څېړل او په دغه هېواد کې د انساني، ټولنیز او اقتصادي وضعیت تثبیت ده.

تېره اونۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت افغانستان کې د ترهګریزو، امنیتي او نشه‌یي توکو د تولید په برخه کې له ننګونو ډک وضعیت ته په پام له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د همغږۍ پر ارزښت ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان دغې ناستې ته نه دي بلل شوي؛ هغه موضوع چې د طالب چارواکو له غبرګون سره مخ شوې ده.