نړۍ

ټاکل شوې ډانلډ ټرمپ، نن سه شنبې محکمې ته حاضر شي

ډانلډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپله شخصي الوتکه کې له فلوریدا څخه نیویارک ته ولاړ ترڅو د هغو تورونو په اړه چې پر نوموړي لګول شوي محکمې ته ځواب ووايي.

ټرمپ له څو ساعتونو وروسته نیویارک ته ورسېد او پرته له دې چې رسنیو او خلکو ته خبرې وکړي خپل سوداګریز مرکز «د ټرمپ ودانۍ» ته ولاړ.

دوو خبرو سرچینو رویټرز ته ویلي چې ټرمپ د خپلو حقونو ډلو د پياوړتیا لپاره مشهور جنايي وکیل او مخکیني فډرال څارنوال تاد بلانچ ګمارلی ترڅو د نوموړي د تورونو په وړاندې دفاع وکړي.

د نیویارک ښاروال د احتمالي ګډوډۍ د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر غوره کړي دي.

ټرمپ ښایي چې په منهتن محکمه کې له حاضرېدو مخکې بایومتریک شي.

اوس ټاکل شوې ښاغلی ټرمپ د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې منهتن محکمې ته حاضر شي ترڅو د پورن فلمونو یوې لوبغاړې ته د «د چوپتیا د حق لپاره د پیسو ورکړې» دوسیې په اړه ځواب ووایي.

د نیویارک ایالت د لويې څارنوالۍ مخنیکي مرستیال دانیا پري وویل: «ښاغلی ټرمپ د جنایي محکمې په پنځلسم پوړ کې د قاضي په وړاندې حاضرېږي او قاضي پر هغه تورونه بیانوي او له نوموړي د ځوابونو غوښتنه کوي او وروسته پرېکړه کوي، په دې توګه به ورته وثیقه صادره نه شي او قاضي په خپل تشخیص سره مخکینی ولسمشر آزاد او محکمې ته د حاضرېدو لپاره بله نېټه ورته ټاکي.»

د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو ولسمشر د جنايي تورونو له امله محکمې ته ورغوښتل کېږي.

جمهوري غوښتونکی ټرمپ نیت لري چې د امریکا د ولسمشرۍ د راتلونکي کال په ټاکنو کې هم ګډون وکړي.

رویټرز رپوټ ورکړی چې د ټرمپ وکیل د دوشنبې په ورځ له قاضي غوښتي چې هېچا ته ددې محاکمې د تصویر اخیستو، عکاسۍ او راډیويي پوښښ اجازه ورنه کړي.

تمه کېده چې محکمه د دوشنبې په ورځ دا تصمیم ونیسي، خو د منهتن محکمې د مشر آلوین براګ دفتر ویلي چې قاضي دې د ښاغلي ټرمپ د رسنیز پوښښ په اړه پرېکړه وکړي.

پخواني فډرال څارنوال هري سندیک وویل: «زه فکر کوم هغه څه چې ښايي قاضي یې په اړه اندېښمن وي، پر قاضي یا منصفه پلاوي د وېرې خپرولو لپاره هڅې، د دې بهیر د ماهیت په هکله د خلکو د اذهانو د غړولو لپاره هڅې، په دې بهیر کې پر نورو برخه والو لکه د سیمې پر څارنوال یا قاضي یا منصفه پلاوي شخصي بریدونه په هغه صورت کې چې وپېژندل شي هڅې د اټکل وړ دي.»

د منهتن منصفه پلاوي ټرمپ تورن کړی چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین پرمهال د پورن فلمونو لوبغاړې ستور مي دانیلز ته د «چوپ پاتې کېدو په موخه» ۱۳۰ زره ډالر ورکړي ترڅو د دغو پیسو په بدل کې په ۲۰۰۶ کال کې له ټرمپ سره د جنسي اړیکې په اړه چوپتیا غوره کړي، خو ډانلډټرمپ له دانیلز سره هر ډول اړیکه رد کړې ده.

تراوسه ددغو تورونو په اړه لازیات جزییات نه دي په ډاګه شوي. ټرمپ ټینګار کړی چې بې ګناه دی. نوموړی او متحدین یې هم دا تورونه «د سیاسي لاملونو» په پایله کې ګڼي.