ښځې

د طالبانو د سختو اقداماتو په وړاندې د افغان مېرمنو غوسه

یو شمېر ښځو د سه شنبې پر ورځ د «عدالت‌غوښتونکو ښځو غورځنګ» په نوم کابل کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ یا یوناما دفتر مخې ته د طالبانو له خوا د لګول شویو محدودیتونو د دوام په وړاندې اعتراض وکړ.

د عدالت‌غوښتونکو ښځو غورځنګ د مشرتابه غړې شهلا عارفي د دغه اعتراضي خوځښت موخه د ښځو پروړاندې د محدودیتونو لګول بولي.

هغه وایي: «وموغوښتل نړۍ ته وښيو چې افغان مېرمنې هېڅکله پټه خوله نه کېني او د بې‌عدالتۍ پروړاندې درېږي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي. موږ د نړۍ له ښځو غواړو چې د مارچ پر اتمه نېټه د افغانستان ښځې هېرې نه کړي او پر دې ورځ د دغو بې‌برخې ښځو د حقونو لپاره د غبرګون پیغام ولري.»

اغلې عارفي زیاتوي، چې پر هېواد د طالبانو په تېرو ۱۸ میاشتنۍ واکمنۍ کې ښځو ترټولو سختې ورځې تجربه کړې او له خپلو ټولو حقونو بې‌برخې شوې دي.

یوه بله اعتراض‌کوونکې ښځه رقیه ساعي، چې په دې غونډه کې یې ګډون درلود وایي، افغان مېرمنې په ډېر ناوړه وضعیت کې دي او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

هغې وویل: «نړۍ لکه څنګه چې اړتیا ده د طالبانو د سختو اقداماتو پروړاندې له موږ دفاع نه ده کړې او یوازې د اعلامیې په خپرولو یې بسنه کړې ده.»

په همدې حال کې، د افغانستان د اعتراض‌کوونکو ښځو د غورځنګونونو ایتلاف په نوم یو شمېر ښځو ملګروملتونو ته د یوه لیک په استولو سره د دغه سازمان له مسوولینو وغوښتل چې پر طالب مشرانو لا زیات بندیزونه ولګوي.

دغو ښځو د ملګروملتونو له سازمانه غوښتي چې په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر وتړي، افغانستان ته د ۴۰ میلیون ډالري مرستو لېږل ودروي او په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو ته لار هواره کړي.

نږدې ۵۳۳ ورځې کېږي چې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي. همداراز درې میاشتې کېږي چې طالبانو د لوړو زده‌کړو ټول مرکزونه د ښځو پرمخ تړلي او په نادولتي بنسټونو کې یې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت د دوشنبې پر ورځ افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل دویم راپور کې، د ښځو پروړاندې د طالبانو چلند «وېروونکی» او د «جنسیتي اپارتاید» ښکارندوی وباله.