روغتیا

د کندهار اوسېدونکي د کم کیفيته درملو له زیاتوالي شکایت لري

ځایي سرچینې وايي، د کندهار ښار ته څېرمه په دمیانکوه سیمه کې هغه ۲۰ ټنه تاريخ تېر او کم کیفیته درمل وسوځول شول، چې له تېرو شپږو مياشتو راهیسې د دې ولایت له درملتونونو راټول شوي وو.

پر همدې مهال، د کندهار اوسېدونکي بيا وایي په دغه ولایت کې د کم کیفیته او تاريخ تېر درملو پلور عام شوی، چې دې چاري دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د کندهار اوسېدونکې په دغه ولایت کې د ټيټ کیفیته درملو د پلور د مخنيوي غوښتنه کوي.

د کندهار ښار د پنځمي ناحيې د نوراني مېنې اوسېدونکی عبدالولي وايي چې د کم کیفیته درملو د کارولو له امله آن عادي ناروغي هم نه رغېږي.

هغه زیاتوي: «دا ښه کار دی، خو بايد د درملو کېفيت ته هرومرو پام وشي په ټول ښار کې ولاکه سم درمل موندل کېږي.»

د کندهار يو بل اوسېدونکی نوید احمد هم د کم کیفيته درملو پلور اندېښمن کړی دی.

نوموړی وايي، دا د دولت مسووليت دی چې د ناسمو او کم کیفیته درملو د واردېدو او پلور مخه ونیسي.

په کندهار کې د طالبانو د روغتیا ریاست د قوانینو آمر عبدالرحمن وايي، دا درمل په شپږو مياشتو کې د پلټنو پرمهال د عامې روغتيا رياست او نورو اړوندو ادارو په همکارې تر لاسه شوي وو.

نوموړی زیاتوي: «دغه درمل زموږ د پلټونکو ټيمونو لخوا راټول شوي، چې نن وسوځول شول دا لړۍ به دوام ولري او چا ته به په هېڅ صورت د بې کیفيته درملو د پلور اجازه ور نه کړو.»

همداراز مسوولين د درملو له واردوونکو غواړي تر څو د تاريخ تېر او کم کیفیته  درملو له واردولو ډډه وکړي او په دې کار سره د هېوادوالو ژوند ونه ګواښي.

په کندهار کې د طالبانو د روغتيا رياست مالي او اداري مرستيال عبدالوهاب حذيفه وايي، دوی به هغو کسانو ته سزا ورکړي چې کم کیفیته درمل هېواد ته واردوي.

هغه زیاتوي: «زموږ ولس ډېر ځورېدلی نور بايد پرې زړه وسوځوو او لږترلږه دغه زهر د درملو په نوم را وارد نه کړو.»

د يادونې وړ ده چې په هېواد کې د کم کيفيته او تاريخ تېر درملو د پېر پلور له امله خلک اړ دي د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي ترڅو معیاري درملنه وکړي.

کندهار کې داسي مهال تاريخ تېر درمل سوځول کېږی، چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د درمل جوړولو څو لويو کارخونو فعالیت پیل کړی دی.
د طالبانو د روغتيا وزارت د خوړو او درملو ادارې رییس عبدالباری عمر دوې اوونۍ مخکې کندهار ته د خپل سفر پر مهال ویلي و، چې د هېواد د کورنیو درملو د توليد کچه له ۷ سلنې ۱۰ سلنې ته لوړه شوې ده.