افغانستان

د استخباراتو ۴۰ ریاست یا د طالبانو وېروونکی زندان

د مخکینۍ اردو د ځانګړو ځواکونو یو افسر چې نهه میاشتې یې د طالبانو به بند کې تېرې کړې وايي چې په دې موده کې د استخباراتو په ۴۰ ریاست کې سخت شکنجه شوی دی. دغه ۲۶ کلن افسر چې تازه د طالبانو له بنده خوشی شوی آمو ته وايي چې لاسونه او ملا یې د طالبانو د شکنجو له امله زیانمن شوي دي.

د استخباراتو له ۴۰ ریاسته ددغه افسر کیسه د دې ښودنه کوي چې طالبانو دا بنسټ په وېروونکي زندان بدل کړی دی.

هغه چې له خوشي کېدو وروسته یې له آمو سره خبرې کړې د طالبانو د استخباراتو په ۴۰ ریاست کې یې د ترخو تجربو کیسه کړې. د دغه افسر په وینا په دې زندان کې د نارینه وو ترڅنګ، ښځې او ماشومان هم بندیان دي.

هغه چې غواړي د عبدالله په مستعار نوم وپېژندل شي وایي، کله چې د کابل له شماله کابل ته راغی، طالبانو نوموړی له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی و.

نوموړي وویل: «یو څادر یې راباندې واچاوه، سترګې مې یې پټې کړې، له شپږ ساعتونو وروسته مې سترګې پرانیستې چې په څلوېښت ریاست کې وم.»

عبدالله وایي چې په زندان کې طالبانو په میاشتو برېښنا ورکړې، له چت څخه یې راځړولی او د ټوپک په میل یې وهلی ټکولی دی. «لاسونه او پښې یې ولچک کول. منفي لین به مې یې د پښې پر کوچنۍ ګوته تاړه او بل مزی (مثبت) به یې له ولچک سره نښلاوه. له هغې وروسته به یې برېښنا ورکوله تر دې چې بې هوښه به شوم، بیا به یې اوبه راباندې شیندلې چې په هوښ راشم.»

هغه د طالبانو په زندان کې د «چپه ولچک» په نوم بلې طریقې یادونه وکړه چې د اردو ددغه افسر په وینا، د طالبانو په زندان کې د شکنجې یوه دردوونکې طریقه ده: «دواړه لاسونه یې له مخ او شا څخه په یوه ولچک کې تړل او شکنجه کولم یې.»

نوموړی زیاتوي چې لومړی اته ورځې د طالبانو په زندان کې په پرلپسې توګه د وسلې په میل سره وهل ټکول شوی دی. د هغه په وینا ملا او اوږې یې د شکنجې له امله ټپي شوې وې. «تر تېرو دوو میاشتو پورې له دې امله چې زه په ضمانت خوشی شوم زه به یې شکنجه کولم.»

د عبدالله په خبره، طالبان هغه کسان چې نیسي پرته له دې چې مدافع وکیل ولري او یا یې دوسیه وڅېړل شي، سخت یې شکنجه کوي. «کله چې ریاست ته رسېږي یا یې لاس مات وي، یا یې یو لوری فلج کېږي.»

عبدالله په دوام کې وایي چې په دې موده کې په زندان کې د طالبانو تر شکنجې لاندې د نهو بندیانو د مړینې شاهد و: «همدا نهه کسان چې ما یې یادونه وکړه ټول د شکنجې او وهلو له امله مړه شول. یو یې فلج شوی و، د یوه بل یې تناسلي آلت ترې ایستلی [پرې کړی] و.»

د هغه په وینا، په دې ریاست کې کابو ۱۸۰۰ نارینه، ۲۰۰ ښځې او ۴۰ ماشومان بندیان وو چې ټول له مقاومت جبهې او داعش ډلې سره د همکارۍ او سړي تښتونو په تور بندیان شوي وو.

دغه پخوانی پوځي وايي چې په نهه میاشتني بند کې یې په زندان کې داسې کسان لیدلي چې له خپلې مېرمنې او بچیانو سره بندیان وو.

عبدالله وایي، یو کس چې له خپلې مېرمنې او دوو بچیانو سره له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور بندي و، هغه ته یې ویلي چې مېرمن یې په زندان کې له کوم ډاکتر او روغتیاپالې پرته خپل ماشوم زېږولی و.

موږ غوښتل چې د ملي اردو د دغه مخکیني افسر د نیولو په اړه د طالبانو رسمي نظر هم ترلاسه کړو؛ خو د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي د آمو د خبریال اړیکو ته ځواب ورنه کړ.

طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه واک ته له رسېدو وروسته، «عمومي عفوه» اعلان کړه. دوی د افغانستان د مخکیني دولت ټولو پوځي او ملکي کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې نه ځورول کېږي. خو په تېر یوه نیم کال کې په ځلونو رسنیو راپور ورکړی چې د مخکیني حکومت کارکوونکي د طالبانو له خوا نیول، شکنجه او په ځینو موردونو کې وژل شوي دي.

د روان کال د وري په ۲۸مه رسنیو رپوټ ورکړ چې د کورنیو چارو وزارت یو مخکینی افسر قاسم قایم چې د طالبانو له خوا دندې ته ورغوښتل شوی و، وژل شوی دی. طالبانو د کورنیو چارو وزارت ددغه مخکیني افسر مړی له څو ورځې ورکېدو وروسته د هغه کورنۍ ته سپارلی دی. د قایم کورنۍ رسنیو ته ویلي و پر بدن یې د شکنجې آثار لیدل کېدل.

په یوه بله پېښه کې، د روان کال د لیندۍ په ‍۱۵مه نېټه د شمس الله په نوم د دفاع وزارت د یوه مخکیني افسر کورنۍ آمو ته ویلي و چې هغه د طالبانو له خوا نیول شوی او په زندان کې د شکنجې په پایله کې وژل شوی دی.

طالبانو تل د مخکیني حکومت د پوځیانو د وژلو په اړه د رسنیو او نړیوالو بنسټونو راپورونه رد کړي دي.

له بلې خوا، د تېر کال د لیندۍ په نهمه نېټه د بشري حقونو د څار بنسټ یو راپور خپور کړ چې طالبانو واک ته له راستنېدو ددې راپور تر خپرېدو پورې، د افغانستان په څلورو ولایتونو کې سل مخکیني پوځیان وژلي دي.

له بلې خوا، د روان کال د وري په ۲۲مه نیویارک ټایمز هم د طالبانو له خوا د مخکینیو پوځیانو د نیولو، شکنجې او وژلو راپور خپور کړ. په هغه راپور کې راغلي و چې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د مخکیني حکومت ۵۰۰ پوځیان د طالبانو له خوا له نیول کېدو وروسته وژل شوي دي. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، له دې جملې لږ ترلږه ۸۶ تنه په بغلان ولایت کې د دې ډلې له خوا وژل شوي دي.

له دې مخکې په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر (یوناما) د طالبانو له واکمنۍ وروسته خپل کلني راپور کې ویلي چې د تېر کال د زمري له نیمايي د روان کال تر غبرګولي میاشتې پورې ۱۶۰ مخکیني پوځیان وژل شوي، ۱۷۸ نیول شوي او ۵۶ نور ټپیان شوي دي.