طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د اسرائیلو له لوري پر ایران بریدونه غندلي او د «نړیوالو حقونو له اساسي اصولو، په ځانګړي ډول د هېوادونو له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه څرګنده سرغړونه» بللې ده..
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې « د فلسطین مظلوم ولس، په ځانګړې توګه په غزه کې، لا هم د اسرائیلو د بېدرېغه او فاجعهبارو بریدونو لاندې دی، او اشغالګر رژیم پرته له دې چې انساني او نړیوالو اصولوته پام وکړي، دغه تاوتریخوالی ته دوام ورکوي.»
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ډول اقدامات چې تاوتریخوالی زیاتوي، د سیمې وضعیت نور هم بحراني او د اندېښنې وړ کړی دی.
طالبانو ښکېلو لوریو غوښتي چې ې د خپلې ټاکل شوې دندې له مخې، چې د منطقوي ثبات او امنیت ساتل دي، په پوره مسؤلیت سره دې موضوع ته رسیدنه وکړي او د دې اجازه ورنه کړي چې په سیمه کې بې ثباتي او نا امني نوره هم پراخه شي.»
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د اسرائیلي بریدونو په ترڅ کې، لږترلږه شپږ تنه د ایران لوړپوړي نظامي او اټومي چارواکي او همدارنګه ۱۲ تنه ملکي کسان وژل شوي دي.