ښځې

د شهادتنامو د ترلاسه کولو لپاره له میاشتو انتظاره د نجونو شکایت

یو شمېر نجونې چې له دوولسمو ټولګیو فارغې شوې وايي چې هره ورځ د خپلو شهادتنامو د ترلاسه کولو لپاره د پوهنې وزارت ته ورځي؛ خو دا سند نه ورکول کېږي.

دوي وايي چې له میاشتو راهیسې په دې تمه دي چې خپلې شهادتنامې چې د دوی حق دی ترلاسه کړي.

شهلا بهزاد په دې اړه وايي چې یو نیم کال مخکې له ښوونځي فارغه شوې او څو میاشتې کېږي چې د شهادتنامې د اخیستو لپاره هڅه کوي.

بهزاد زیاته کړه: «په ساعتونو د طالبانو د پوهنې ریاست په دروازه کې انتظار باسو؛ خو طالبان موږ ته د ننوتلو اجازه نه راکوي، کله چې په ډېرو ستونزو ریاست ته ورشو، موږ نجونو ته وایي چې لومړیتوب د هلکانو د شهادتنامو دی. نجونې شهادتنامې څه کوي، دا خبرې ډېرې دردوونکې دي.»

باصره احمدي چې دوولسم ټولګی یې په سختو کړاوونو سره پای ته رسولی وایي: «ما دوه کاله مخکې ښوونځی بشپړ کړ، اوس څو میاشتې کېږي چې د شهادتنامې د اخیستو په لټه کې یم؛ خو تراوسه یې په اخیستو نه یم بریالۍ شوې.»

هغې زیاته کړه: «کله چې د طالبانو د پوهنې ریاست ته ورشو، طالبان د دروازې له شا څخه ریاست ته د ورننوتلو اجازه نه راکوي او له نجونو سره ناوړه چلند کوي. نه پوهېږم موږ نجونې څه وکړو؛ چا ته شکایت وکړو، له دې وضعیته ستومانه شوې یوو.»

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلې وکمنېدو شپاړس میاشتې تېرېږي، دغې ډلې په هماغه لومړیو ورځو کې، له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل. په دولتي ادارو کې یې د ښځو د کار مخنیوی وکړ، حجاب یې پر ښځو جبري کړ او همداراز دوی یې ښځینه حمام، تفریحي ځایونو او په اوږدو لارو له محرم پرته سفر کولو څخه منع کړې.

طالبانو په وروستي مورد کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.