افغانستان

حج ته په بایسکل روان افغان؛ عراق کې په اعدام محکوم، خو روغ کورته راستون شو

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی رازمحمد یو کال وړاندې سعودي عربستان ته په دې موخه په بایسکل روان شو، چې هلته به فرضي حج اداء کړي؛ خو په عراق کې له سختو شپو ورځو سره مخ شو.

نوموړی چې د عراق له یوه کلن زندان او د عراقي ځواکونو له ځورونې وروسته کور ته روغ رارسېدلی وایي، عراق او سعودي ورسره دومره ظلم کړی، چې نوموړی یې په الفاظو نشي بیانولی.

پنځوس کلن رازمحمد وايي، په دې موخه، چې فرضي حج به اداء او د خپل هېواد لپاره به د خیر دعا وغواړي له بېوزلۍ په بایسکل سعودي ته روان شو؛ خو د عراق حکومت یې هیلې په اوبو لاهې کړې.

نوموړی د خپل دې سفر په اړه وایي: «د طالبانو په راتګ سره حالت خراب شو، وس مې نه و فکر مې وکړ چې حج ته په بایسکل لاړ شم، لومړی ایران او بیا عراق ته لاړم، ما چې کوم فکر کړی و عراق اسلامي هېواد دی خو هغسې نه و، له بده مرغه چې سخت ظلم یې راسره وکر.»

رازمحمد زیاتوي، عراقي ځواکونو زنداني کړ او د اعدام حکم یې پرې صادر کړ، چې ولې په بایسکل فرضي حج ته روان شوی دی.

نوموړی شکایت لري چې په هېواد کې هم هېچا د هغه غږ نه اورېده او د خلاصون لپاره یې هڅې ونه کړې.

رازمحمد زیاتوي: «زه یې چې ونیولم، هرڅه یې رانه واخیستل خو نه سعودي وېزه راکړه او نه دوی راسره ښه چلند وکړ، سخت یې شکنجه کړم  وې وځورولم آن تر دې چې د اعدام حکم یې راباندې وکړ.»

هغه وایي، په عراق کې یې پیسې هم یوه ټکسي چلوونکي ترې وتښتولې، خو له دې سره سره د هغه ځای حکومت د نوموړي غږ وانه ورېده او زندان کې یې یو کال تېر کړ.

نوموړی څرګندوي، له سختو شکنجو او ۶ میاشتني زندان وروسته کور ته راستون شوی، خو په خبره یې سلګونه نور افغانان هم د عراق په زندانونو کې په بېلابېلو پلمو بندیان دي او څوک یې پوښتنه نه کوي.

نوموړی زیاتوي، طالبان باید د افغان ولس پوښتنه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له افغانانو سره ناوړه چلند کېږي.

د هغه د کورنۍ غړي وایي، افغانان په دې هیله دي چې داسې حکومت ولري چې د خپلو وګړو پوښتنه وکړي او د ځورونې مخه یې ونیسي.

رازمحمد داسې مهال د خپل ژوند د سختو کړاوونو کیسې کوي، چې د نورو هېوادونو ترڅنګ په ګاونډ پاکستان کې هم سلګونه بې ګناه افغانان چې د ګڼو ستونزو له امله یې دغه هېواد ته پناه وړې په زندانونو کې سختې شپې ورځې تېروي او هېڅوک یې پوښتنه نه کوي.