ښځې

نیلي ښار کې د نجونو پرمخ خصوصي ښوونیز مرکزونه وتړل شول

دایکندي کې سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې طالبانو نن د مرغومي پر شپږمه نېټه د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د نجونو لپاره د خصوصي ښوونیزو مرکزونو د تړلو امر کړی دی.

د سرچینو په وینا طالبانو د ښوونیزو مرکزونو مسوولینو سره اړیکه نیولې او هغوی ته یې خبرداری ورکړی دی.

د ژمي موسم له رارسېدو سره په نیلي ښار کې د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او د کانکور د چمتوالي مرکزونه لا زیات فعالېږي او نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو له تړل کېدو سره یوازې دغو مرکزونو ته زړه ښه کړی و.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره اونۍ د پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پرمخ وتړلې. دغه اقدام له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شو.

په ترټولو تازه مورد کې هم د طالبانو د اقتصاد وزارت امر وکړ، چې ښځې په غیردولتي موسسو کې د کار کولو حق نه لري.

کارپوهان او ښځینه اعتراض‌کوونکې وایي چې طالبانو په ښکاره توګه ښځې له ټولنې ګوښه او هغوی یې په کور کړې دي.

که څه هم په تېرو ۱۶ میاشتو کې د طالبانو پر پرېکړو او اقدامونو تل نیوکې شوې دي، خو طالبانو نه یوازې په خپل چلند کې بدلون نه دی راوستی بلکې له هغه یې دفاع کړې ده.