د ولور د ناروا بللو په تړاو د طالبانو له امر وروسته جمعه د لیندۍ پر ۲۵ نېټه د جوماتونو امامانو د جمعې لمانځه په خطبو کې له خلکو وغوښتل چې د ولور له اخیستو ډډه وکړي.
که څه هم ولور شرعي او دیني حکم نه لري، خو له پخوا په افغانستان کې د یوه کلتور او دود په څېر شتون لري.
دغه دود د دې لامل شوی چې ځوانان یې د لګښت د پوره کولو لپاره سختو کارونو ته مخه کړي.
طالبانو تازه د ولور اخیستل ناروا ګڼلي او مهر یې د نجلۍ شرعي حق ګڼلی دی.
یو شمېر ځوانان د طالبانو له دغه کار څخه هرکلی کوي.
احمد جواد چې ۳۳ کلن دی او له درېیو کلونو راهیسې یې کوژده کړې ده وایي، په دې موده کې د سختو کارونو په ترسره کولو سره سره نه دی توانېدلی چې ټاکل شوی ولور پوره کړي.
احمد جواد وایي: «دوه ځله ایران ته ولاړم، هر ځل یې ونیولم او بېرته یې راولېږلم افغانستان کې هم کار نشته. څلور لکه افغانۍ ولور باید پوره کړم چې تراوسه مې دوه لکه ورکړې او نه پوهېږم چې پاتې نورې له کومه کړم.»
زرمینه چې څلور کاله کېږي کوژدنه ده او د ولور د نه ورکول کېدو له امله یې واده ځنډېدلی دی.
هغه وايي: «کوژدن مې اوس په ترکیه کې دی. عاید یې کم دی، دومره چې کولای شي خپلې کورنۍ ته پيسې راولېږي. نه پوهېږم نور به څومره دوام وکړي ترڅو موږ خپل کور ته ولاړ شو. دا کلتور په رښتیا هم د شرم وړ دی.»
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ولور توپیر لري. په سویل او شمال کې ولور له ۱۰ تر ۱۵ لکه افغانیو ویل کېږي.
ځوانان د ولور د پوره کولو لپاره اړ دي چې سخت کارونه او خطرناکې لارې له دې جملې ګاونډیو هېوادونو ته د قاچاق لار وازمایي.
شکریه یوه ښځه ده چې واده یې د لوړ ولور له امله شپږ کاله ځنډېدلی و.
هغې اوس واده کړی او یو ماشوم لري او وایي د همدې ولور له امله د خاوند کورنۍ ورسره سم چلند نه کوي.
شکریه وایي: «شپږ کاله د پلار په کور کې وم خاوند مې ډېرې ستونزې وګاللې او سخت کارونه یې وکړل ترڅو شپږ لکه ولور پوره کړي. اوس د خپل خاوند په کور کې هېڅ ارزښت نه لرم، هغوی وایي چې ته یې پلورلې یې.»
ولور او په درانه لګښت ودونه هغه موارد دي چې د خلکو له خوا سختې نیوکې پرې کېږي. خو دغه دود په افغانستان کې اوس روان دی او ډېرې نجونې او هلکان له همدې امله له واده څخه پاتې دي.