ازبکستان او طالبانو د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې تر دې دمه ۹۰ سوداګریز تړونونه او تفاهمنامې لاسلیک کړې دي، چې ارزښت یې تر ۱.۴ میلیارد ډالرو ډېر ښودل شوی دی.
له بلې خوا، د ازبکستان د احصایې ملي کمېټې افغانستان د تاشکند د لسو مهمو سوداګریزو شریکانو په ډله کې ځای پر ځای کړی دی.
په تر ټولو نوي مورد کې، د افغانستان د تجارت او پانګونې خونې رییس او د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال په یوه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې ۵ میلیارد ډالرو ته پر رسولو ټینګار کړی دی.
د ازبکستان د احصایې ملي کمېټې افغانستان د دغه هېواد د ۱۰ سترو سوداګریزو شریکانو په ډله کې راوړی او ویلي یې دي چې تاشکند له چین، روسیې، قزاقستان او ترکیې وروسته، تر ټولو ډېره دادوستد له افغانستان سره درلودلې ده.
د دغې کمېټې د احصایو پر بنسټ، د ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسې تر اوسه، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۹۱۵.۸ میلیون ډالرو ته رسېږي چې په دې سوداګرۍ کې د افغانستان برخه ۱۱۱ میلیون ډالره ده.
د افغانستان د تجارت او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي وویل: «متقابلا اعتماد، صادقانه همکاري او زموږ مشترکې ګټې کولای شي موږ په پایدارو اقتصادي او ستراتیژیکو شریکانو بدل کړي. خوشبختانه د افغانستان او ازبکستان اړیکې په وروستیو کلونو کې یوه نوي او امیدوارکوونکي پړاو ته داخلې شوې دي.»
سربېره پر دې، د ۲۰۲۶ زېږدیز کال له پیل راهیسې تر اوسه د طالبانو او ازبکستان ترمنځ ۹۰ سوداګریز تړونونه او تفاهمنامې لاسلیک شوې دي. په تر ټولو نوي مورد کې هم، د افغانستان او ازبکستان سوداګرو د ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۲ تفاهمنامې لاسلیک کړې.
دا تړونونه او تفاهمنامې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ په کابل او د ازبکستان په فرغانه ښار کې لاسلیک شوي دي.
د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي وایي: «ازبکستان له افغانستان سره د همکارۍ ترڅنګ، البته بې له شکه د خپلو اقتصادي ګټو په لټه کې هم دی او افغانستان یو خورا مهم بازار او له سویلې اسیا سره د نښلېدو لاره ګڼي.»
ازبکستان افغانستان ته برېښنا، نفتي توکي، ماشین الات، خوراکي توکي او صنعتي تولیدات واردوي او ازبکستان ته د افغانستان ډېری صادرات کرنیز محصولات دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي: «که زموږ لاره د سویل په لور او زموږ د هغو وروڼو خوا ته چې وو بنده شوه، د مرکزي اسیا لور ته دروازې پرانیستل شوې، او زموږ ملت ته په وړاندې هېڅ مشکل رامنځته نشو.»
افغانستان او ازبکستان د ازبکستان په ترمذ سیمه کې مشترک بازار هم لري. دا بازار د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په اګسټ میاشت کې د ازبکستان د لومړي وزیر له خوا پرانیستل شو او موخه یې د دوو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ښه کول بلل شوي دي.
