افغانستان

د هېواد نومیالی ډېپلوماټ او لیکوال روان فرهادي په ۹۶ کلنۍ کې وفات شو

روان فرهادی د ۲۰۰۳. کال دملګرو ملتونو عمومي مجمع کې

د هېواد د فرهنګ او ډېپلوماسۍ یو له ویاړلو او مهمو څېرو څخه، عبدالغفور روان فرهادي د یکشنبې په ماښام د ۹۶ کلونو په عمر د امریکا په سان فرانسسکو ښار کې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

نوموړی د تاریخ، فارسي ژبې، ادبیاتو او عرفان په برخه کې پېژندل شوی لیکوال او څېړونکی، او د هېواد یو متبحر او مخکښ ډېپلوماټ و، چې تر یوې لسیزې ډېرې مودې یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب او رهبري پر غاړه درلوده.

روان فرهادي د ۱۳۰۸ لمریز کال د سنبلې په لومړۍ نېټه په کابل کې په یوه علمي او فرهنګي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې.

د هغه پلار، مولانا عبدالباقي، د استقلال لېسې له پېژندل شویو استادانو څخه و، چې روان فرهادي یې ان له ماشومتوبه له فارسي ادبیاتو او دیني علومو سره اشنا کړ.

په ژبو پوهنه کې د هغه فوق العاده استعداد ان له ځوانۍ څرګند و؛ تر دې چې په شپاړس کلنۍ کې له فرانسوي ژبې څخه د هغه کړې ژباړې په انیس ورځپاڼه کې خپرېدې.

نوموړي د استقلال لېسې له فارغېدو وروسته د لوړو زده کړو لپاره فرانسې ته لار پیدا کړه او د پاریس د سیاسي علومو په انسټېټیوټ او سوربن پوهنتون کې یې د سیاسي علومو، نړیوالو اړیکو، ژبپوهنې او ادبیاتو په څانګو کې تخصصی زده کړې وکړې.

روان فرهادي په ۲۵ کلنۍ کې د «افغانستان دري فارسي» موضوع باندې خپله د دوکتورا رساله دفاع کړه او د دوکتورا لوړه درجه یې ترلاسه کړه.

هغه پر پښتو او فارسي سربېره، پر فرانسوي، انګلیسي، عربي، هسپانوي، ترکي او اردو ژبو بشپړ تسلط درلود او له بنګالي ژبې سره هم بلد و.

افغانستان ته له بېرته راستنېدو وروسته یې په مسلکي توګه د بهرنیو چارو په وزارت کې خپله دنده پیل کړه او هممهاله یې د کابل پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې تدریس کاوه. نوموړي په ۱۹۵۶ او ۱۹۵۸ کلونو کې په کراچی کې د افغانستان په سفارت کې د لومړي سکرټر په توګه خدمت وکړ او کابل ته له ستنېدو وروسته یې د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو مدیریت او د فرهنګي اړیکو مدیریت واخیست. یو کال وروسته په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د مستشار په توګه وټاکل شو.

روان فرهادي په ۱۹۶۴ کال کې، د ډاکټر محمد یوسف د صدارت پر مهال، د بهرنیو چارو وزارت د ټولو ځوان لومړی عمومي سیاسي مدیر وټاکل شو. هغه وروسته د محمد هاشم میوندوال او نور احمد اعتمادي د صدارت په پېرو کې، د بهرنیو چارو وزارت د مسؤلیتونو ترڅنګ، د وزیرانو د عالی مجلس سکرټر هم و. په ۱۹۷۲ کال کې په فرانسې کې د افغانستان د سفیر په توګه وټاکل شو، خو د ۱۳۵۲ کال له کودتا څو میاشتې وروسته له دغې دندې لرې کړل شو.

نوموړي په ۱۳۳۰ او ۱۳۴۰ خورشیدي لسیزو کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډو په ناستو کې د افغان پلاوي د غړي په توګه ګډون درلود او د هېواد په ډېپلوماټیکو فعالیتونو کې یې خورا بربنډ او نږدې رول درلود.

د ۱۳۵۷ کال د ثور له کودتا وروسته، روان فرهادي د وخت رژیم لخوا ونیول شو او نږدې ۲۰ میاشتې یې د پلچرخي په زندان کې تېرې کړې. هغه له بنده له خلاصېدو وروسته له هېواده ووت، فرانسې او بیا امریکا ته ولېږدید.

د هجرت او پردیسۍ په کلونو کې یې د پاریس درېیم پوهنتون، په برکلي کې د کالیفورنیا پوهنتون او په مالیزیا کې د اسلامي فکر او مدنیت په نړیوال انسټېټیوټ کې د تاریخ، فارسي ادبیاتو او اسلامي فرهنګ تدریس کاوه او هممهاله په علمي او نړیوالو محافلو کې د افغان ولس د پام وړ ارمانونو دفاع ته ژمن پاتې شو.

په ۱۹۹۳ کال کې د افغانستان د هغه مهال د ولسمشر برهان الدین رباني په غوښتنه، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازي او سفیر په توګه وټاکل شو. نوموړي تر ۲۰۰۶ کال پورې دغه درنه دنده پر مخ وړه؛ هغه دوره چې له کورنیو جګړو، د طالبانو له واکمنۍ او بیا د افغانستان د نوي نظام له رامنځته کېدو سره هممهاله وه.

د هغه له خورا مهمو تاریخي لاسته راوړنو څخه یوه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رسمي څوکۍ ساتل وو؛ هغه څوکۍ چې د طالبانو له پراخو هڅو او د پاکستان له ملاتړ سره سره، بيا هم د افغانستان د هغه مهال د رسمي دولت په واک کې پاتې شوه. هغه وروسته ویلي وو چې طالبانو «حتی د پنځو دقیقو لپاره هم ونشو کولای په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.»

روان فرهادي د ډېپلوماټیکو هڅو ترڅنګ، د تحقیق، څېړنې او ژباړې په ډګر کې هم وتلی شخصیت و. هغه د افغانستان د تاریخ، ژبې، کلتور او د خواجه عبدالله انصاري، مولانا جلال الدین بلخي، حکیم سنايي، امیر خسرو دهلوي، ابن سینا او حسین بن منصور حلاج په څېر د سترو علمي روښاندو شخصیتونو په اړه زیات شمېر آثار او ليکنې خپرې کړې.

د هغه له مهمو اثارو څخه «مقالات محمود طرزي»، «جنبش قانون‌گذاری در آغاز استقلال افغانستان»، «یاری شاهنامه فردوسی در پژوهش واژه‌های فارسی» او د لوئي ماسینیون، رابندرانات تاګور او البېر کامو د آثارو ژباړو ته اشاره کولای شو.

د عبدالغفور روان فرهادي ځینې مهم اثار او ژباړې:

  • زبان تاجیکی ماوراءالنهر
  • تاریخ تلفظ و صرف زبان پشتو
  • یاری شاهنامه فردوسی در پژوهش واژه‌های فارسی
  • مقالات محمود طرزی
  • جنبش قانون‌گذاری در آغاز استقلال افغانستان
  • خواجه عبدالله انصاری هروی
  • ابن‌سینا و عرفان
  • زندگی و آثار امیرخسرو دهلوی
  • د خواجه عبدالله انصاري د اثر «منازل السائرین» ژباړه
  • د لوئي ماسینیون د اثر «حسین بن منصور حلاج» ژباړه
  • د رابندرانات تاګور د اثر «سرود نیایش (ګیتانجلي)» ژباړه
  • د البېر کامو د اثر «سوءتفاهم» ژباړه
  • د مارسل پانیول د ډرامې «توپاز» ژباړه
  • سرگذشت پیر هرات (د سرژ دو بورکوی د اثر ژباړه)
  • احوال عاشقان در شعر عارفان
  • جملات کوتاه انگلیسی در کنفرانس‌های بین‌المللی

نوموړی د نړۍ پر څو ژوندیو ژبو لکه فارسي، پښتو، فرانسوي، انګلیسي، عربي، هسپانوي، ترکي او اردو پوهېده او د ژوند وروستي کلونه یې هم تحقیق، ژباړې او لیکوالۍ ته وقف کړي وو. د هغه له وروستیو څېړنیزو پروژو څخه یوه هم د مولانا جلال الدین بلخي پر عربي غزلونو کار کول وو.

روان فرهادي د خواجه عبدالله انصاري د «منازل السائرین» اثر د پام وړ ژباړې او څېړنې له امله د ایران د ولسمشرۍ نغدي جایزه هم ترلاسه کړه، خو دغه ټولې پیسې یې د کابل یتیم خانې ته وبخښلې ترڅو د بې سرپرسته ماشومانو پر پالنه ولګول شي.