سیاست

د پاکستان او کاناډا بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان پر وضعیت خبرې و کړې

انځور د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه

کاناډا او پاکستان له یو بل سره د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو له لیدنې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په دغې لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت او د ترهګرۍ پر دوامداره ګواښونو بحث او خبرې شوې دي.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې د پاکستان او کاناډا د بهرنیو چارو وزیرانو پرېکړه کړې چې په امنیتي برخه کې، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او له سازماني شویو پورې غاړې جرمونو سره د مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ تر بل هر وخت ډېرې او پياوړې کړي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې انیټا انند پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر، د پوځ له لوی درستیز او د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په دې اړه وویل: «موږ د سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو، په ګډون د افغانستان د وضعیت او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ په اړه افکار تبادله کړل.»

افغانستان او له هغه څخه پېښ ګواښونه هغه موضوعات دي چې اسلام اباد یې د بهرنیو چارواکو سره په خبرو کې تل مطرح کوي.

له دې وړاندې په روانه مېلادي میاشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې په اسلام اباد کې یې له خپل اسیایي سیال سره هم د افغانستان پر مسله خبرې کړې دي.

اسحاق ډار زیاته کړه چې د ټي ټي پي (TTP) او د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکي پوځ (BLA) په څېر ډلې د افغانستان په خاوره کې شتون لري او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.

ورته مهال، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره پنجشنبه اعلان وکړ چې له طالبانو سره د اسلام اباد اړیکې نورمالې شوې نه دي او د هر ډول اړیکو عادي کول د طالبانو له خوا د لیکلي تضمین په ورکولو پورې مشروط دي؛ هغه تضمین چې دا ډاډ ورکړي چې هېڅ ډله د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار نه اخلي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال په دې اړه وایي: «په حقیقت کې په پاکستان کې د ټي ټي پي د فعالیت دوام په دې پلمه چې ګواکې له افغانستانه مالي او تجهیزاتي ملاتړ ترلاسه کوي، د دواړو هېوادونو پر اړیکو سړه هوا خپره کړې، مناسبات یې خراب کړي او په سیمه کې یې تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیات کړی دی.»

طالبان بیا د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو شتون او فعالیت په کلکه ردوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی هېڅ لوري ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

له دې ټولو سره سره، که څه هم د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ په دې مسله پنځه ځلې خبرې اترې شوې، خو هېڅ پایله یې نه ده درلودلې.