ایران، تاجکستان او د طالبانو واکمنۍ د یوه نوي درې اړخیز ترانزیتي دهلېز پر جوړولو تفاهم کړی دی. د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغه درې اړخیز تفاهم پر بنسټ به د ایران او تاجکستان سوداګریزې محمولې او توکي د افغانستان له لارې لېږدول او ترانزیت کېږي.
دا پرمختګ داسې مهال کېږي چې ایران لا هم د افغانستان تر ټولو لومړی او ستر سوداګریز شریک دی، خو په منځني ختیځ کې د کړکېچونو له امله د هېواد په لوېدیځو ولایتونو کې د لومړنیو توکو او د سونتوکو بیې په بېساري ډول لوړې شوې دي.
پر ایران د امریکا د سمندري کلابندۍ او بندیزونو د بیا پیل امله، تهران د خپلو توکو د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دی.
په همدې تړاو، په مشهد ښار کې د ایران، تاجکستان او طالبانو د استازو ترمنځ درې اړخیزه ناسته وشوه.
د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت وایي، په دغه ناسته کې تفاهم وشو ترڅو د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د سړک له لارې یو ترانزیتي دهلېز رامنځته شي، چې له مخې به یې د ایران او تاجکستان تجارتي مالونه د افغانستان له قلمرو څخه تېرېږي.
د تسنیم خبري اژانس د خراسان رضوي د سړکونو او د واټونو ټرانسپورټ د عمومي ادارې له قوله لیکلي، چې په دې ناسته کې د ایران د لارې او ښار جوړونې وزارت مرستیال، د تاجکستان د ټرانسپورټ وزارت مرستیال او د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت د حقوقي چارو او هوکړه لیکونو عمومي مدیر د دغه ترانزیتي دهلېز د عملي کېدو تګلاره لاسلیک کړه او تمه ده چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به لومړنۍ ازمېښتي محموله د افغانستان له لارې ولېږدول شي.
د خراسان رضوي د ټرانسپورټ رئیس جعفر شهامت په دې اړه وایي: «د شوې هوکړې له مخې، تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به د درې واړو هېوادونو د موټرو په ګډون لومړنۍ ازمېښتي محموله له دې لارې تېره شي، ترڅو د ټرانسپورټ پروسه، سرحدي او ګمرکي تګلارې او اداري همغږۍ په عملي توګه وارزول شي.»
خو بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې د ایران پر وړاندې د امریکا سمندري بندیزونو د ایران د چابهار او عباس بندرونو له لارې د افغانستان پر سوداګرۍ او ترانزیت ناوړه اغېزه کړې او د توکو لګښتونه یې لوړ کړي دي.
د ایران لپاره د افغانستان پخوانی سوداګریز اتشه عبدالهادي فرهنګ وایي، د ایران د بندرونو د کارونو ګډوډېدل او د کښتیو نه راتلل، په اوږدمهال کې د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز کوي، ځکه ایران زموږ تر ټولو ښه او ستر سوداګریز شریک دی.
له بلې خوا، د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ او درېدلو زیاتوالي د هېواد د لوېدیځو ولایتونو پر بازارونو، چې ډېری یې پر ایراني وارداتو متکي دي، سخت اغېزکړی دی.
د هرات یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د دغه تاوتریخوالي له امله د پټرولو د هر لیټر بیه ۲۲ افغانۍ او د هر کیلو ګاز بیه تر ۲۵ افغانیو پورې لوړه شوې، چې عام خلک یې له سختو مالي ستونزو سره مخ کړي دي.
د بادغیس یو اوسېدونکی هم وایي چې دا جګړې او کړکېچونه په مستقیم ډول د دوی پر اقتصاد ناوړه اغېزه کوي او دوی ته یې لوی زیانونه اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال بانک تازه راپور ښيي چې ایران د افغانستان د وارداتو اصلي لاره او محور دی او د افغانستان د ټولو وارداتي توکو ۳۱.۶ سلنه برخه یوازې له ایران څخه تأمینېږي.
