افغانستان

روسیه: د افغانستان د بشري ناورین اصلي لامل د مرستو سیاسي کول دي

ماریا زاخاروا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوه خبري ناسته کې ویلي چې په افغانستان کې د اوسني بشري ناورین اصلي لامل «د مرستو سیاسي کول» دي او پر طالبانو لګول شویو بندیزونو د واکمنۍ پر ځای خپله د افغانستان عام خلک په نښه کړي دي.

ماریا زاخاروا وویل چې په افغانستان کې د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه نږدې د نړۍ د منځنۍ کچې دوه چنده ده.

هغې زیاته کړه: «د متحده ایالاتو او د هغوی د متحدینو د اولتیماتوم په بڼه غوښتنې چې غواړي د ډیموکراسۍ خپل د خوښې ماډل پر افغانستان تحمیل کړي، او همدا راز پر کابل د بندیزونو په بشپړ ډول ناسمه تګلاره، د حکومت پر ځای د افغانستان تر ټولو بې‌وزلې او زیانمنېدونکې پرګنې په نښه کړې دي.»

د مېرمن زاخاروا په وینا، د لوېدیځ لخوا د افغانستان د بانکي شتمنیو کنګل کېدو د بشري ناورین د هواري مخه نیولې ده.

هغې وویل: «د افغانستان د بشري پروګرامونو لپاره د نړیوالو مالي مرستو کچه د کمېدو په حال کې ده. د لوېدیځو هېوادونو لخوا په غیرقانوني توګه د افغانستان د بانکي شتمنیو بندولو، د دغه هېواد اوسنی حکومت د دې جوګه نه کړ چې له دولتي بودیجې څخه د بحران ضد اقدامات تمویل کړي.»

بلخوا، د ملګرو ملتونو د مالي تعقیب د خدماتو اداره (FTS) بیا ښيي چې روسیه په خپله د هغو هېوادونو په ډله کې ده چې د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو بشري بودیجې ته تر ټولو لږې پیسې ورکړې دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، اسیایي پرمختیایي بانک، اروپایي اتحادیې، سویس، المان او بریتانیا تر ټولو ډېرې مالي مرستې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د مالي سرچینو د ردیابي د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان د بشري ناورین د هواري لپاره د اړتیا وړ ۱.۷ میلیارده ډالره بودیجې څخه، روسیې یوازې ۲ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې څخه د څه باندې ۱.۷ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه، خو تر اوسه یې یوازې ۳۳۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

په همدې حال کې، له افغانستان سره د متحده ایالاتو مالي مرستې چې د ټرمپ تر ادارې وړاندې د دغو مرستو تر ټولو لوی تمویلونکی و، اوسمهال ځنډول شوې دي.