کډوالي

پاکستان د افغان کډوالو د شړلو پراخ عملیات په بې‌ساري شدت سره پیل کړل

انځور- خیبر پښتونخوا کې په زور د افغان کډوالو وېستل، ارشیف څخه

د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د وېستلو لپاره د ټاکل شوي ضرب‌الاجل له پای ته رسېدو دوه ورځې وروسته، د پاکستان حکومت په ټول هېواد کې د افغانانو د نیولو، بندي کولو او په زوره د ایستلو نوې او خورا سخته لړۍ په سرتاسري توګه پیل کړې ده.

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال او پناه غوښتونکي وایي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو دا ځل د تېر په پرتله په ډېر شدت او بې‌رحمۍ سره د افغانانو په نښه کول پیل کړي او ان د هغو کسانو پر وړاندې هم سخت اقدامات کېږي چې قانوني اسناد لري.

د دوی په وینا، د پاکستان حکومت په رسمي ډول اعلان کړی چې دا ځل به د استوګنې کارتونه (ACC) او د هغو کسانو ویزې چې د اعتبار نېټه یې تېره شوې وي، په هېڅ صورت د منلو وړ نه وي او هغوی به هم په زوره خپل هېواد ته شړل کېږي.

د پاکستاني چارواکو د څرګندونو له مخې، د کډوالو د نیولو او اخراج دا سرتاسري عملیات په پنجاب او په ځانګړي ډول لاهور ښار، په سند او کراچۍ، خیبر پښتونخوا او پېښور، بلوچستان او کوېټه، ګلګت بلتستان او دغه راز په ازاد کشمیر او مظفر اباد کې په یو وخت روان دي.

اسلام‌اباد ټینګار کړی چې په دغه هېواد کې یوازې د هغو کسانو پاتې کېدل قانوني دي چې معتبره او د نېټې لرونکې ویزه ولري او له هغې پرته نور ټول افغانان باید وایستل شي، که څه هم هغوی د ملګرو ملتونو د کډوالوسازمان(UNHCR) اسناد هم ولري.

ورته مهال د طالبانو کورنیو سرچینو تایید کړې ده چې د پاکستان د دغه نوي اقدام له امله د کډوالو د راتګ کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې او یوازې په تېره یوه ورځ کې له څلورو زرو څخه ډېر افغان کډوال په زوره له تورخم او سپین بولدک څخه هېواد ته رالېږدول شوي دي.

د پاکستاني رسنیو لخوا خپاره شوي ارقام ښيي چې دغه هېواد له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه پورې نږدې ۲.۵۹ میلیونه افغان کډوال په زوره او جبري توګه ایستلي دي.

په دغو شړل شویو کسانو کې ګڼ شمېر افغان خبریالان، د بشري حقونو فعالان، د افغانستان د تېر نظام پوځي افسران او ملکي کارکوونکي شامل دي چې په هېواد کې د امنیتي ګواښونو له امله پاکستان ته تللي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو بنسټونو د افغان کډوالو دغه ډول جبري اخراج د ټولو نړیوالو قوانینو او بشري حقونو له موازینو سره په ټکر کې بللی او د پاکستان له حکومت څخه یې غوښتي چې دا لړۍ سمدستي بنده کړي.

یادو بنسټونو همدا راز اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې ډېری هغه کسان چې په زوره افغانستان ته ستنول کېږي، ښايي له سختو خطرونو، بندي کېدو، شکنجې او د غچ اخیستنې له جدي ګواښونو سره مخ شي.