سیاست

د طالبانو د کرنې وزیر له هند څخه د مرستې غوښتنه وکړه

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر په نوي ډیلي کې له هندوستان څخه غوښتنه کړې چې په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د افغانستان د کرنې په عصري کولو کې ورسره مرسته وکړي.

عطاالله عمري په نوي ډیلي کې د افغانستان او هند د سوداګریزو فرصتونو په ناسته کې وویل، کله چې د هندي چارواکو او خلکو تود هرکلی ویني، نو روحیه یې لوړېږي.

نوموړي هند د افغانستان زوړ او نږدې ملګری یاد کړ او زیاته یې کړه چې د هېواد د پرمختګ لپاره د ډیلي د حکومت او مخلصو سوداګرو همکاریو ته جدي اړتیا لري.

ورته مهال، په نوي ډیلي کې د طالبانو د سفارت استازی، نور احمد نور د دواړو لوریو ترمنځ د سیاسي اړیکو د پراخېدو خبره کوي او دا په اړیکو کې یو مثبت او هیله بښونکی بدلون بولي.

نور په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې باید د دغو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره هڅې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر زیږدیز کال له اکتوبر میاشتې راهیسې دا د طالبانو د کابینې  څلورم وزیر (د بهرنیو چارو، سوداګرۍ، عامې روغتیا او کرنې وزیران) دی چې هند ته سفر کوي او تود هرکلی یې کېږي.

ښکاره د طالبانو دکرنې وزیر د چنګاښ په ۱۶مه د سه شنبې په ورځ د کرنې اومالدارۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په موخه هند تللی دی.

دا سفرونه په داسې شرایطو کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان اړیکې سختې کړکېچنې دي او اسلام‌اباد تل نوې ډیلي او طالبان د پاکستان په ناامنیو کې په لاس لرلو تورنوي.